بیګ بیش لیګ: مجیب په لومړۍ ورځ توپوهنه کې ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا سوداګریزو سیالیو (بیګ بیش لیګ) په لومړۍ ورځ دوه افغان لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې ولوبېدل چې د مبصرینو، کرېکټ پوهانو او شنونکو لخوا وستایل شول.

دغه سیالۍ چې نن د استرالیا په بریسبین ښار «ګابا» لوبغالي کې پېل شوې د راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د راشد لوبډلې (اډلیډ سټرایکرز) د مجیب لوبډلې (بریسبین هیټ) ته د پنځه ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

له یوې مخې راشد خان چې د نړۍ غوره توپ اچونکی هم دی په بیګ بیش لیګ کې په زړه پورې پېل وکړ او د ۱۹ منډو په بدل کې يې ۳ لوبغاړي وسوځول.

خو له بلې خوا مجیب الرحمن چې د بیګ بیش لیګ تر ټولو ځوان (۱۷ کلن) لوبغاړی دی، په توپوهنه کې په ناڅاپي ډول حیرانونکې ۲۷ منډې جوړې کړې چې یو شمېر ریکارډونه یې په خپل نوم کړل، د نوموړي په لومړي اور کې ډګر ساتونکي کیچ وغورځاوه چې تر پایه له ویکټې محروم پاتې شو، نوموړي همدا ډول په ۴ اورونو کې بې له ویکټې اخیستلو ۲۶ منډې ورکړې.

د مجیب الرحمن جوړ شوي ریکارډونه:

لومړی: نوموړي د شل اوریزو سیالیو خپلې زیاتې منډې جوړې کړې، له دې وړاندې یې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۶ منډې جوړې کړې وې.

دویم: مجیب لومړی لوبغاړی شو چې په ۱۱م نمبر توپوهنې ته ښکته شو او د ټولو شل اوریزو سیالیو زیاتې (۲۷) منډې یې جوړې کړې، له دې وړاندې کوم وروستي لوبغاړي دومره منډې نه دي جوړي کړي، له دې وړاندې د سرېلنکا لوبغاړي النکارا سیلوا ۲۶ منډې جوړې کړې وې.

درېیم: نوموړي د خپل ملګري سره د وروستۍ ویکټې (۴۵) منډې ملګرتیا وکړه چې د بیګ بیش لیګ په تاریخ کې د دومره اوږدې ملګرتیا جوړولو لومړی وار دی.

د مجیب الرحمن او راشد خان په اړه په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو خپل نظریات وړاندې کړل، چا مجیب ستایه چا راشد، په زړه پورې هغه مهال وه چې مجیب په توپوهنه کې راشد ته مخامخ شو او د هغه په توپ یې ریورس سویپ شاټ وواهه.

د مجیب او راشد ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه:

په ننۍ سیالۍ کې راشد خان په ۳ ویکټو، کمو منډو ورکولو او زیاتو توپونو میس کولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه په بیګ بیش لیګ کې ټولې ۱۳ سیالۍ ترسره کړي چې ۲۱ ویکټې یې اخیستي دي.

د یادو سیالیو په لړ کې سبا د پنجشنبې په ورځ د محمد نبي لوبډله (میلبورن رینیګیډز) د افغانستان پروخت د ورځې په ۱۲:۴۵ بجې په میلبورن لوبغالي کې د پرت سکراچر لوبډلې پر وړاندې سیالۍ لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د