د کرېکټ نړيوال جام «ټرافي» راتلونکې اوونۍ افغانستان ته راوړل کيږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۹م کال کرېکټ نړیوال جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سيمو ته لېږدول شوې، راتلونکې اوونۍ به افغانستان ته راوړل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نړيوال جام به د روان کال ديسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه افغانستان ته راوړل کېږي، چې لومړی به په کابل کې ورته بېلابېل پروګرامونه ترسره شي او بيا به د بامیان، هرات او په پای کې کندهار ولايتونو ته هم ولیږدول شي.

د یادلوو ده چې د ټرافۍ د ليږد پېل د مۍ مياشتې له ۳۰مې نيټې وشو او د جولایي تر ۱۴مې نيټې به دوام ولري چې بیا به انګلستان او ویلز هیوادنو ته وليږدول شي، دغه هېوادونه به د راتلونکي ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام کوربه توب کوي.

د افغانستان کرېکټ ملې لوبډلې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د غوراوي پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته، چې په انګلستان کې ترسره کیږی، لار وموندله، چې په ياد جام کې به د هرې لوبډلې پر وړاندې سيالۍ ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د