افغانستان

لويې څارنوالۍ د قومندان قیصاري د خوشې کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لويې څارنوالۍ چارواکو تاييد کړې، چې د جنرال دوستم نږدې ملګری او د فارياب خپلسری امنيه قومندان نظام الدين قیصاري د خوشې کولو امر شوی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي يک ټلويزون ته ويلي، چې قیصاري د ملي امنيت په زندان کې دی او ملي امنيت لويې څارنوالۍ ته ويلي، چې د قومندان قيصاري قضيه طولاني ده او له بنده د خلاصېدو لپاره ضمانت ته اړتيا لري.

د رسولي په وينا ښاغلی قیصاري په مشروط ډول په ضمانت خوشې شوی، خو وظيفه يې ځنډول شوې او له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د لويې څارنوالۍ وياند زياته کړې، چې قومندان قیصاري د يوه قوي ضمانت پر اساس خوشې شوی دی.

قیصاري د فارياب امنيه قومندان او د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال جنرال دوستم نږدې سړی بلل کيږي، چې نږدې شپږ مياشتې وړاندې د ګڼ شمېر خپلسريو او دفاع وزارت چارواکو سره د شخړې له امله له ۲۵ ملګرو وسله والو سره نيول شوی و.

قومندان قیصاري په داسې حال کې خوشې شوی، چې څو ورځې وړاندې د جنرال دوستم پلويانو ويلي و، چې ولسمشر اشرف غني ترې په راتلونکو ټاکنو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

کېدای شي د قیصاري خوشې کول له دوستم سره د نږدې کېدو او روغې پيلامه وي.

په دې وروستيو کې حکومت څو ځله خپلسري قومندانان نيولي، خو د يو شمېر فشارونو په پایله کې يې بېرته خوشې کړي دي

تر ټولو مهم يې د هزاره توکمي قومندان عليپور او همدارنګه د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکيانو قومندان نويدک و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی و، خو د يو شمېر فشارونو له امله بېرته خوشې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x