
امريکا له سوريې د خپلو پوځيانو د ويستلو پرېکړه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې، چې خپل پوځيان له سوريې وباسي.
د امريکا وال سټريټ ژورنال او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو د ټرمپ له خولې ليکلي، چې دوی خپل پوځيان سوريې ته د داعش د ځپلو لپاره لېږلي وو، چې دوی خپل ماموريت پای ته رسولی او نور يې هلته د پاتې کېدو اړتيا نشته.
امريکايي رسنۍ وايي، چې ټرمپ له ډېر وخته له سوريې د خپلو پوځيانو د ويستلو په فکر کې و، تېره ورځ يې دغه پرېکړه وکړه او په دې اړه يې په سوريه کې امريکايي پوځيانو ته هم خبر ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس هم د پنټاګون د چارواکو له خولې ليکلي، چې سوريه کې د امریکا لپاره تر ټولو خطرناکه خبره د داعش او نورو وسله والو ډلو حضور و او اوس دغه ستونزه حل شوې او دوی ډاډه دي، چې نور به دغلته داعش وسله وال راونه ګرځي او نه به هم خپل مرکزونه بېرته فعال کړي.
سي ان ان امريکايي ټلويزون وايي، چې امریکا په سوریه کې دوه زره پوځيان لري او دغه پوځيان به وباسي.
سي ان ان دا هم ويلي، چې متحده ايالات په عراق کې هم پوځيان لري او د اړتيا په صورت کې به د وسله والو ډلو پر ضد د عملياتو لپاره له عراق څخه سوريې ته ولاړ شي.
حمد او شکرونه دي وي لوی څښتن سبحانه لره چي ټرمپ اړسو له سوريې(د اسلام د برم او فرهنګ د تاريخي زانګو شام شريف) څخه خپل وحشي پوځيان باسي. زموږ له ګران او زړه ته راتېر اسلامي هيواد افغانستان څخه به هم د الله په فضل او د اتلو افغانانو په شهامت او مېړانه بالاخره خپل اشغالګر پوځونه په ټيټو سترګو باسي . الله دي هر څه ژر، موږ ته په خير او عافيت او کفارو ته په شر او ذلت زموږ د ګران ټاټوبي څخه د دوی د عسکرو وتل راوويني، هغه ورځ به نو پر هر مسلمان وطندوست… نور لوستل »
سی ان ان امریکا یی ٹلویزون وایی چی امریکا پہ افغانستان کی ۲۰۰۰ فوځیان لری او دغہ فوځیان بہ لہ سوریی وباسی ھھھھ