خبرونهنړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوو غړو، له پاکستانه د وتلو بندیز ولګيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوو غړو «محسن داوړ او علي وزیر» باندې بهر ته د وتلو بندیز ولګاوه.

دغه پریکړه نن ورځ د پاکستان د داخله وزارت له لوري وشوه چې په بنسټ یې، محسن داوړ او علي وزیر نشي کولای له دې هیواد څخه د باندې سفر وکړي.

د داخله وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه د پارلمان په دې دوو غړو باندې د بندیز لګولو لامل د هغوی په خلاف یو شمېر رسمي شوې دوسیې ښيي چې په مختلفو وختونو کې حکومت ثبت کړې.

محسن داوړ او علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړیتوب سربېره، د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان د خلګو استازولي هم کوي.

دوی دواړو د حکومت له لوري شوې دا پریکړه غندلې او دا یې ددوی په حق کې نا انصافي بللې.

علي وزیر له رسنیو په خبرو کې پرته له دې چې د فوځ نوم واخلي وویل «دا فیصله له داسې ځای نه صادره شوې چې داخله وزیر یې هم په اړه معلومات نه لري».

محسن داوړ بیا په خپل ټویټر لیکلي «که د دوسیو د رسمي کېدلو له امله یو څوک ممنوع الخروج اعلانېدلای شي نو بیا خو په لومړي وزیر عمران خان هم  باید بندیز ولګول شي ځکه د نوموړي په اړه هم ډېرې دوسیې ثبت شوې»

دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې  غورځنګ په غړو دا ډول بندیزونه لګول کېږي، کابو دوه اونۍ وړاندې هم له دې دواړو کسانو څخه  په پېښور  هوايي ډګر کې پاسپورټونه اخستل شوي وو او متحده عرب اماراتو ته د سفر اجازه نه وه ورکول شوې.

همدارنګه څه موده وړاندې د غورځنګ په مشر منظور پښتین باندې هم لومړی سند او وروسته بلوچستان ایالت ته د ننوتلو بندیز لګیدلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x