خبرونهنړۍ

د اروپايي اتحاديې د زرګونو ډيپلوماټانو ایمیلونه هیک شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د اروپایي اتحاديې د زرګونو ډيپلوماټانو د ایمیلونو تر هیک کېدلو وروسته، اروپايي اتحادیې په دې اړه څېړنې پیل کړې.

دغه ایمیلونه چې د درې کلونو په موده کې  سایبري حملو په مهال د هکرانو لاس ته لوېدلي، اوس په انټرنیټ خپاره کړل شوي.

د سایبري امنیت یوه امریکايي شرکت ویلي «دغه حمله د چین په غوښتنه د هکرانو له لوري شوې او هدف یې هغه ایمیلونه وو چې د اروپايي اتحاديې ډيپلوماټانو د بهرني سیاست په اړه یو بل ته لېږلې وو».

په دغه ایمیلونو کې تر ډېره د ډونالډ ټرمپ د حکومت په پالیسیو، د ایران د هستوي پروګرام او د چین او روسیې سره د اروپايي اتحادیې په اړیکو خبرې شوې خو اروپايي اتحادیه بیا دا ایمیلونه ډېر اهم او محرم نه بولي

له دغه ایمیلونو څخه ځینې یې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم خپاره کړي.

په یوه ایمیل کې یو امریکايي ډیپلوماټ لیکلي «زموږ ستونزه له امریکا سره داده چې امریکا کله هم په خپلو کړو وعدو وفا نه کوي».

په دوهم ایمیل کې د ډونالډ ټرمپ او پوتین تر منځ لیدنه تحلیل شوې او په یوه برخه کې یې ویل شوي «د ټرمپ او پوتین ملاقات، د ټرمپ په پرتله پوتین ته زیات ګټور وو»

دغه هک شوي ایمیلونه په داسې حال کې رسنیو ته راوزي چې څو ورځې وړاندې د سایبري امنیت تر ټولو ستر شرکت «ایراوان» چین د سایبري امنیت لپاره تر ټولو خطرناک هیواد بللی وو او ویلي یې وو چې «په تېرو شپږو میاشتو کې د انټرنیټي حملو دریمه برخه یې  یوازې د چین له لورې شوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x