خبرونهنړۍ

د البانیې هیواد حکومت، د ایران سفیر شړلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د الباني هیواد رسمي سرچینو تېره ورځ «اسوشیډ پریس» خبري اژانس ته خبر ورکړی چې د ایران سفیر او یو بل جګپوړی ډیپلوماټ یې له دې هیواده شړلي.

د البانيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه کسانو یې ملي امنیت ته ګواښ پېښاوه چې د ناټو سازمان سره تر سلا مشورو وروسته یې له هیواده شړلي.

تر اوسه د ایران حکومت او شړل شویو ډیپلوماټانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزیر «مایک پمپیو» په خپل ټویټر، باندې د البانیې حکومت دا پریکړه ستایلي، نوموړی وايي «نړی باید سره متحده شي او د ایران په وړاندې د البانیې حکومت ته ورته رویه غوره کړي څو ددې هیواد نه زغمل کېدونکې تګلاره تغیر وکړي».

د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جان بولټن» هم د البانيې حکومت ددغې پریکړې هرکلی کړی، نوموړي په خپل ټویټر لیکلي « د البانيې حکومت ددغې پریکړې په ترسره کرلو وښوده چې له ترورستانو څخه د ایران ملاتړ نور د سیمې هیوادونو ته د زغم وړ نه دی»

دی زیاتوي «موږ په دغه پریکړه کې د البانیې له حکومت او اولس سره ولاړ یو».

یاده دې وي چې، د ایران د مخالفې وسله والې ډلې «  مجاهدین خلق» زرګونه غړي له کلونو راهیسې په البانیا هیواد کې میشت دي چې د ایران او البانیا تر منځ یې اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammad vakil vazi

زه پوه نه شوم چی د دی خبر لیکونکی دا په کومه جغرافیه کی لوستی چی البانیا دمصر هیواد ګاونډی ملک دی ؟ او یا هم اروپا او افریقا یوه وچه ده؟
هیله ده چی دلیکلو په وخت هر ټکی په مسولیت ولیکل شی .

عبد الله

مننه

لونګ

د باکان د هیوادونو نه یو کوچنی هیواد البانیا ده چی د اروپا په جنوب شرقی کی پروت دی، ما خو چیری ونلیدل چی چا ویلی ویی د مصر ګاونډ هیواد دي.

عبد الله

په خبر کې سهوه سوې وه، د یونان پر ځای مصر لیکل سوی و.. وروسته هغه جومله ټوله لیري سوه

pattang

له امریکا نه هم نور چټل تروریستان شته ؟؟ د البانیا دولت غریب دی غواړي چې له امریکا او ناتو څخه لږ څه اقتصادي مرستې له لا سه کړي ! مجاهدین خلق په داسې ممالکو کې دي چې عیاشي پکشې وشي او هغه ټوله غربي اروپا ده په البانیا کې دغه اخلاقي مرض کم دی !

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x