د نن سرلیکنه

د ابو ظبۍ له غونډې وروسته

نن ټکی اسيا سرليکنه

د روانې میلادې میاشتې په ۱۷ او ۱۸ مه نیټه د متحده عرب اماراتو په ابو ظبي ښار کې د طالب استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ دوه ورځنۍ جوړه شوې غونډه پایته ورسیده.

دا غونډه چې د دواړو لوریو ترمنځ ورکې مهمو او باصلاحیته استازیو ګډون کړی و افغان ولس ورپورې ډیرې هیلې تړلې وې.

خو وبه ګورو چې هغه به د هیواد په داخل کې پر روان جګړه ییز وضعیت څه اغیز ولري؟

که د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي بهیر وضعیت ته وکتل شي نو تر اوسه یې د ولس لپاره ناسمې پایلې لرلې.

ځکه د هغه له پيلیدوسره سم چې اوس نیږدي پنځه میاشتې ورباندې تیرې شوې د طرفینو ترمنځ د سیاسي امتیازاخیستنې په غرض پوځي زورازموینې زور اخیستی چې په ترڅ کې یې په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدا راز پر ولسي خلګوامریکايي ړندو بمباریو او شپنيو بریدونو شدت موندلی چې یواځې یوه برید یې تیره اونۍ په کونړ ولایت کې د ۵۹ ولسي وګړو ژوند واخیست.

د ا نه ده معلومه چې د ابوظبي تر غونډې وروسته به په روانه پوځي مسابقه کې کمښت راځي او که شدت ، خو د ولس توقع له دغسي غونډو څخه د جګړې سړیدل او پایته رسیدل دي نه دهغې ګرمیدل او غزیدل.

سره له دې چې د هیواد سیاسي او رسنیزه فضا ټوله د سولې او سوله ییزو تشریفاتي حرکتونو رنګینه کړې مګر په عملي لحاظ د هیواد په دننه کې تر بل هروخت اوس وضعیت خونړی دی.

که واقعا هم د جګړې د ښکیلو اړخونو لخوا سولې ته اراده او عملې ژمنتیاوي نو باید د هغې اغیزې د هیواد د خونړي وضعیت په بدلیدو کې ولیدل شي.

د ولس له سره باید د ړندوبمباریو څپه سپکه او په لویو لارو کې پرولسي تګ راتګ بندیزونه له منځه ولاړشي.

د حسن نیت په غرض د بندیانو تبادله او نور د جګړې د پایته رسیدو لپاره مقدماتي کړنې باید تر سره شي.

که د ابوظبي د غونډې په تعقیب د دغو کارونو څرک ولیدل شي ولس به ډاډه شي چې دا غونډې واقعا هم د جګړې د خاتمې او سولې د ټینګښت لپاره دي.

او که تر هغې وروسته لاهم امریکايي بمبارۍ ، د ولسي خلګو د شتمنیو تخریب او جنګي بریدونه شدت پیدا کوي بیا به په راتلونکی کې ولس پر دغسي غونډو هم باور له لاسه ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

كه سوك وغواري چي پداسي ليكونو طالبان ارباسي چي دامريكا او د هغو د مزدورانو زني شرايط ومني چي بمباري او جنگ كم شي اشتباه كوي، صبر وكري مزاكرات شروع شوي لا ندي تاسي بيا د جنگ ختميدل غواري، هر خير خواه افغان د جنگ ختميدل غواري خو نه په زورند سر او تيتو سترگو، او نه هم ددين او دهيواد په تاوان معامله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close