زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته، کابل ته را ورسید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په عربي متحده اماراتو کې له طالبانو سره له دوه ورځنۍ خبرو وروسته، تېره شپه کابل ته راورسید.

نوموړي تېر مازیګر اسلام ا باد کې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل او وروسته کابل ته را وخوځيد.

په کابل کې د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، نوموړی به د حکومت له مشرانو سره وویني.

زلمي خلیلزاد پخپله ټویټر پاڼه د عربي متحده اماراتو ناسته ګټوره بللې خو د جزییاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبان وايي دوی د بهرنیانو د وتلو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې یادونه يې کړې، د دې تر څنګ د زندانیانو په اړه هم بحث شوی دی.

کابل مېشتی سیاسي کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن وايي، دې ناسته کې هڅه کېدله چې پر طالبانو د ګډونوالو له لوري دا فشار لا ډېر شي چې له حکومت سره خبرې وکړي، خو په وینا يې دا د امریکا لپاره د دې غونډې یو زیان و، چې یاد فشار کومه پایله نه ده ورکړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، په یاده غونډه کې «د اوربند او کابل ادارې سره د مذاکراتو، موقت حکومت، انتخاباتو او نور کورنیو مسائلو په برخه کې وار له مخه د اسلامي امارت دریځ څرګند وو چې خبرې به نه ور باندي کیږي، ځکه چې د ټولو مشکلاتو بنیاد او لوی خنډ د افغانستان اشغال دی او هغه باید پای ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې دی چې ارګ د غني د دفتر د رییس په مشرۍ د دوولس کسیز او امنیت شورا بیا تر دې یو پراخ نوم‌لړ د سولې د مشورتي بورډ په نوم اعلام کړی، چې تر اوسه يې د هڅو کوم څرک نه لګېږي، خو د سولې شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزي ویلي، په نږدې راتلونکې کې به د سولې پر تړون کار پیل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د