د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو قانوني جنګ؛ پاکستان به تر ۲ مليونه ډالرو تاوان ورکوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو ترمنځ د روانې شخړې په پايله کې هند کرېکټ بورډ قانوني جنګ وګاټه او پر پاکستان يې تر ۲ مليونو ډالرو تاوان واړوه.

دغه قانوني شخړه چې پاکستان کرېکټ بورډ راپورته کړې وه او غوښتل يې له هند څخه د سيريز نه کولو پر سر تاوان واخلي.

د کرېکټ نړيوالې شورا، پاکستان کرېکټ بورډ او هند کرېکټ بورډ له څو ورځو ناستو وروسته پايله اعلان شوه چې په دغه جنګ کې هند نه بلکې پاکستان ملامت دی چې پر سر به يې پاکستان هند بورډ ته څه کم ۲ مليوپه امريکايي ډالر ورکوي.

ياده دې وي چې د هند او پاکستان کرېکټ بورډونو ترمنځ په ۲۰۱۶م کې د دوه اړخيزه سياليو سيريز پريکړه شوې وه خو په دې ترڅ کې هند کرېکټ بورډ نه غوښتل پاکستان هېواد ته لوبغاړي واستوي.

د روان ۲۰۱۸م کال په پېل کې د هند کرېکټ بورډ پاکستان سره ټول سیریزونه چې د دوه اړخیزو سیاليو لپاره یې تړون لاسلیک کړی و، د خراب سیاسي وضعیت له کبله لغوه اعلان کړې، چې وروسته پاکستان لوبډله اړ شوه د کرېکټ نړیوالې شورا ته مخه کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا په ناسته کې یادې شورا د دواړو اړخونو دلیلونه او خبرې اورېدلې وې چې په پایله کې پریکړه د پاکستان پر خلاف وشوه، دوی وویل چې د پاکستان غوښتنې ناسمې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د