افغانستان

شنونکي: د ابوظبۍ ناسته کې پر طالبانو فشار کوم اغېز ونه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې په عربي متحده اماراتو کې د څو نورو هېوادونو د استازو په ګډون د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ دوه ورځې پرلپسې خبرې اترې وشوې.

دې غونډه کې د ګډون په هیله له کابله د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په ملتیا یو پلاوی هم وخوځيد، خو د دې تر څنګ چې غونډه کې د ګډون وخت نه دی ورکړل شوی، ان د اوسېدو لپاره هم هغه هوټل کې نه و پرېښودل شوي، چې د دې غونډې ګډونوال استازي پکې اوسېدل.

د شنونکو په باور په دې غونډه کې سره له دې چې پر مهمو مسائلو بحث شوی، خو امریکا او ګډونوالو يې نیت درلود چې له خپل فشار نه کار واخلي او په یو نه یو ډول طالبان له کابل ادارې سره خبرو ته حاضر کړي.

کابل مېشتی سیاسي شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن وايي، دې فشار کار ورنه کړ او دا يې دا امریکا لپاره زیان یاد کړی دی.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي «د اوربند او افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو اړوند د دوی ټولو (امریکا، سعودي، اماراتو او پاکستان) فشار نتیجه نه ورکول» د امریکا لپاره د دې غونډې زیان دی.

مطمئن دا هم لیکلي چې د امریکا لپاره د دې غونډې د ګټې په توګه دا یادولی شو، چې غوښتل يې د مسکوغونډه پیکه کړي.

ښاغلي مطمئن وړاندې زیاته کړې چې دې غونډې طالبانو ته هم دا ګټه وکړه چې پر خپل دریځ ټينګ پاتې شول، خو دا تاوان يې هم وکړ چې په نامناسب وخت کې يې په بېړه دې غونډه کې په نا مساویانه توګه برخه واخیسته.

هغه لیکلي، طالبانو ته يې زیان «بیړه (مذاکراتو کې عجله) ، نامناسب وخت (د کونړ پېښه) ، نا مساوي ګډون (طالبان د امریکا او د امریکا ۳ ملګرو هیوداو په وړاندي)» یادولی شو.

ټولنیز فعال خیرالله شینواری د غونډې په جریان کې عربي متحده اماراتو د کابل ادارې د استازو لېږل هم د دې فشار پایله بولي.

هغه لیکي: «لومړی غوښتنه چې د امریکا په شمول درې هیوادونو له طالبانو درلوده هغه په غونډه کې د افغان حکومت د پلاوي د ګډون وه، پرون ټول فشارونه په همدې وه چې که طالبان دې ته قانع شي چې حکومتي پلاوی هم ګډون وکړای شي، د همدې لپاره حکومت په ډېره بېړه خپل افراد عربي اماراتو ته واستول که ورته فرصت په لاس ورشي چې په خبرو کې برخه واخلي.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې په جریان کې د خپلو خپرنیزو چینلونو له لارې وویل، چې د کابل ادارې له هیڅ چارواکي سره يې نه دي لیدلي او له امریکا سره يې مخامخ خبرې پر زندانیانو، ملکي تلفاتو او د بهرنیانو پر وتلو را څرخي.

زلمی خلیلزاد له دې ناستې وروسته اسلام اباد او له هغه ځایه تېره شپه کابل ته راورسید، ټاکل شوې هغه به نن د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وایی هغه وخت چه دروم اومسلمانانوفوچ مخامخ سونورومیانویوقاصد مسلمانانو ته واستاوۍ چه خبری به سره وکودفوج قومندان دخپل فوج یوخوارسپاهی ته چه اوښه یی هم په یوه سترګه ړنده وه اشاره وکه ویل یی ورسه خبری ورسره وکه هیڅ یی نه ورته وویل چه څه ورته ووایه سپاهی ورغلۍ درومیانودقمندان سره یی ځنګنونه ولګول ورته وی ویل وایه څه وایی،هغه چه هرڅه ورته ویلی وی ده ورته وویل:زموږدری خبری دی.۱.ایمان راوړۍ.۲.جزیه ورکوۍ.۳.توره یی دتیکی راوکښه ورته وی ویل په دی به سره معلومه وو- اوس هم موږدهغولوړمقاموپیرو ان یوکه امیرل م‌‌ؤمنین ورسی اوکه یوغریب طالب ورسی هدف دغه دری خبری… نور لوستل »

استاد محمد

دا د طالبانو په قوي سياست باندي دلالت كوي چي مخامخ د امريكايانو سره د افغانستان موضوع حل او فصل كي ! كه يي حل كول غوارى اما د كابل اداري سره خبري كول د وخت د ضائع كولو په معنى دي د طالبانو استازو ته په كار دي چي خپل – مدعي – وپيژني چي امريكا دي زكه ! امريكا دير كوشش كوي چي طالبان ( لا قدر الله ) هم د گلبدين پشان د كابل حكومت سره يو زاي كي او اشغال ( أفغان وژنه ، شپني چاپي ، غلاء ، فساد ، بمباري ….) به تر نامعلوم… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

دا ډیره ښه خبر ده چی اسلامی امارت له امریکا سره خبره حل او فصل کړی ځکه همدی امریکا د اسلامی امارت دولت ځواکونه له کابله په شا کړل .
دا د کابل اداره خو هسی مفسد او غلامانو سره ده پکارده چی له بادار سره خبری وشی نه غلام سره.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x