بغلان: اربکی قومندان د طالبانو کمین کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي دهنه غوري ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي قومندان سلیم کوچی د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر نظیف الله خرمي وايي، قومندان سلیم کوچی تېره شپه د طالبانو پر کمین برابر شوی او له منځه وړل شوی دی.

هغه وايي پر نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځلې بریدونه شوي و، خو ترې سلامت وتلی و.

د سرچینې په وینا قومندان سلیم په دهنه غوري کې د اربکیو جګړه مارو مشري پر غاړه وه، چې تېره شپه د پلخمري اړوند زمان‌خېلو کې ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د نیمروز په خاشرود کې يې د ذبیح الله په نوم د پولیسو د یو قومندان د وژنې خبر ورکړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د