افغانستان

ولسي جرګه: سیاسي ګوندونه سوله کې د خپلو «شخصي ګټو» غم اخیستي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي د سولې پروسه کې د سیاسي ګوندونو مداخله او د دې پروسې لپاره ځانګړي پلاوي جوړول له دې امله دي چې دوی د خپلو شخصي ګټو ته اندېښمن دي.

څو ورځې وړاندې جمعیت اسلامي د محمد یونس قانوني پر مشرۍ د یو پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ، چې وروسته حزب‌اسلامي – حکمتیار؛ او جنبش ملي هم د ورته هڅو خبر ورکړ.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي وویل، د سولې شورا په څنګ کې د داسې کمېټو او ډلو ټپلو جوړولو، یوازینی دلیل دا دی چې دوی خپل شخصي غرایض لري.

د جرګې بل غړي لالي حمیدزي بیا سیاسي ګوندونه ډارن وبلل او ويې ویل که رښتیا هم له طالبانو سره له سولې نه ډارېږي، «نو باید دواړه پښې یوه موزه کې نه کړي او له سولې شورا سره موازي بله شورا دې نه جوړوي.»

دا په داسې حال کې دی چې د ابوظبۍ ناسته کې طالبانو د حکومت له لوري د جوړ شوي مشورتي بورډ له غړو سره د هغوی له پرلپسې هڅو وروسته هم نه دي کتلي، خو مسکوغونډه کې يې ویلي و، چې له «رښتینو سیاسي ګوندونو» سره خبرو کې ستونزه نه ويني.

سیاسي ګوندونه وروسته له هغه د سولې په پروسه کې د دخالت زورونه وهي، چې زلمي خلیلزاد د ترکمنستان سفر کې ګواښ ته ورته الفاظو کې وویل، که څوک د سولې د روانو هڅو ملاتړ نه کوي، نو له دوی دې هم د ملاتړ هیله نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دغلام دولت غلامان او بگيلان يوبل شه سره پيژني.
داچي طالبانو ويلى چي د رشتينو گوندونو سره خبري كوو دا رشتني گوندونه چيري دي ، ماته خو توله درواغ ، گنده او بويناكه گوندونه شكاري، دا معنا دا چي دا تول گوندونه هم طفيلي دي او د امريكا پر مرداريو را سرخي او زانونه په ساتى، ضرور ندى چي پاك طالبان دى پدى مرداريو زانونه داغداره او چتل كري

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x