غزني: دولتي ځواکونه ضبط شوي موټرونه کاروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل):تر هغې وروسته چې د غزني نظامي شورا د بې پلېټو، چپه لاس او مالیې باقي موټرو او دوه پشته موټرسایکلونو د جریمه کولو او ضبطولو پریکړه وکړه، د غزني امنیتي پرسونل له غزني میشتو په سلګونه موټر او موټرسایکلونه ضبط او جریمه کړل.

غزني میشت وګړي شکایت کوي او وایي چې دولتي ځواکونه ضبط شوي موټر او موټرسایکلونه په خپله خوښه له دولتي حویلیو راباسي او ښار کې یې چلوي.

د مرتضی په نوم یو تن چې بې پلیټه، سوزوکی موټر یې دولتي ځواکونو د کندهار زړې اډې ترڅنګ ضبط کړی وو، وایي: نن ماښام مې د کلاه سبز جادې ترڅنګ سبزي اخیسته چې موټر کې مې پولیس سپاره وه، ورغلم او ورته ومې ویل چې دا موټر خو مې کندهار زړه اډې سیمه کې دولت را څخه ضبط کړ، تاسو اوس ولې ګټه ترې اخلئ؟

پولیسو سپکې سپورې راته وکړې او لاړل.

د نقیب په نوم بل کس چې ورځ وړاندې پر موټرسایکل دوه تنه سپاره او ورزش ته روان وه، وایي: د حیدرآباد پله ترڅنګ جمنازیوم ته روان وو، پولیسو موټرسایکل راڅخه ضبط کړ، په دا سبا ورځ زما پر موټرسایکل پولیس سپور وو او راڅخه تیر شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني امنیتي چارواکي یاد ګام د امنیت ښه کېدو لپاره اړین بولي. دا پرېکړه داسې مهال کې کیږي چې غزني ښار د طالبانو له لوري محاصره دی، طالبان د ولایت مقام درۍ کیلومترۍ کې ګرځي راګرځي.

خو ځایي اوسیدونکي ویره لري چې له دوی څخه ټوله شوې جریمه به د دولتي پرسونل جیبونو ته لاړې شي او ضبط شوي موټر او موټرسایکلونه به تری تم یا هم خراب شي.

غزني کې چپه لاس او کانټینري موټر په لوړه پیمانه کاریږي، ځکه هم یې بیه مناسبه ده او هم کیفیت کې ښه دي.

حکومت ددې پرځای چې یاد شویو موټرو ته قانوني چوکاټ جوړ کړي، موټر ضبطوي، چې دا چاره خلکو ته د ضرر رسولو سبب کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د