akhtar khost

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه / دریمه برخه

(عبدالله وردک)

الله (ج) د وکړي، چې تاسې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

زه غواړم چې دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې دغه لیکنه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نه ورکوي، چې هغه به هرچا ته د منلو وړ، او د نیمګړتیاوو څخه به خالي وي. نه، داسې نده، او دغه یو نظر دی، چې زه یې د ستاسي حضور ته په ډېره درناوۍ سره وړاندې کوم.

په اوسني وخت کې زیاتره مسلمانان په دغه فکر کې غرق تللی دي، چې ولې هغه مسلمانان چې یو وخت د ژوندانه په ټولو برخو کې تر ټولو مخکښ وو، اوس په نړۍ کې له ډېرو خلکو څخه ډېر وروسته پاته دي؟ هر څوک په دغه برخه کې ډول ډول نظرونه وړاندې کوي. زه هم خپل نظر په لاندې ډول سره ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوم.

زما په نظر سره د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو یو بل مهم علت د قدرمنو خویندو د استعداد څخه پوره ګټه نه اخستل دي. په بل عبارت په اوسنۍ اسلامي نړی کې د قدرمنو خویندو له پوهې، مهارت، او استعداد څخه په هغه اندازه چې لازمه ده، ګټه نه پورته کیږي. یعنې په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې، نیږدې نیمایي انساني قوت، بې علمه او بې اغیزې پاته شوی دی. زما په فکر سره ښځې د نارینوو څخه د ژوندانه په ډېرو کارو کې ډېرې اغېزمنې واقع کېدای شي. د مثال په توګه، د نجونو د تعلیم او تربیې د پاره ښځینه معلمه تر نارینه معلم څخه ډېره ګټوره تمامېدی شي. د نجونو ستونزې د ښځینه معلمې پواسطه ښې درک او حل کېدای شي، نو مونږه مسلمانانو ته لازمه ده چې ښې تکړه او لایقې مسلمانې معلمانې ولرو. همدارنګه، ښځینه ډاکترانو ته ډېر ضرورت دی. یوه ډاکتره، د ښځینه ناروغانو د پاره، تر نارینه ډاکتر نه، ډېر خدمت کولی شي. هېره د نوي چې دغه ټول کارونه د نجونو تعلیم او پوهې ته ضرورت لري، یعنې، نجونې باید د هلکانو په شان درس او تعلیم وکړي.

زه غواړم چې دغې نقطې ته په واضح توګه اشاره وکړم، چې د یوې ښځې د پاره د هغې اسلامیت تر ټولو شیانو د زیات اهمیت وړ دی. یوه ښځه باید تر ټولو د مخه، یوه ښه تکړه مسلمانه، او وروسته بیا ښه تکړه معلمه، ښه تکړه ډاکتره، ښه تکړه مور، او ښه تکړه مېرمن وي.

د دې هدف د لاسته راوړلو د پاره باید د نجونو تعلیم ته د اسلام په رڼا کې زیاته پاملرنه وشي. دغه خبره خو باالکل د منلو وړ ده چې هغه حقوق چې ښځو ته په اسلام کې ورکړل شوي دي، هغه په بل هېڅ انساني نظام کې ندي ورکړل شوي. لېکن خبره داده چې مونږه مسلمانانو د دوی د برحقه حقونو څخه دوی ته څومره ورکړي دي؟ ځینو مسلمانانو له خپلو لوڼو او مېرمنو سره لکه چې په اسلام کې ورته سپارښتنه شویده، هغه شانته معامله نده ورسره کړې. په دغه برخه کې ځینې مسلمانان، کم راغلي او ګنهګار دي، او دوی باید له الله (ج) څخه بښنه وغواړي، او هم د خپلو لوڼو او مېرمنو په وړاندې په صداقت سره اعتراف وکړي، چې دوی لکه چې لازمه ده، په هغه شان د دوی حقونه، په خاص ډول د تعلیم په برخه کې ندي پرځای کړي.

دا منو چې په افغانستان کې نیږدې ۴۱ کاله، په بې وسه او بېګناه خلکو بې رحمانه بمونه اوریږي، او هلته حتٰی د هلکانو تعلیم هم ګډوډ او نیمګړی پاته شو، او زمونږه زیاتره ځوانان د تعلیم څخه باالکل محروم پاته شول، او نیږدې ټول ځوان نسل له تعلیم څخه بې برخې پاته شو، اما، امید لرو چې ان شاءالله، د الله (ج) په فضل سره به هغه سوله چې الله (ج) ته قبوله او منظوره وي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې قایمه شي. نو پدې هکله، باید خپل ذهن او ځان د علم د حاصلولو د پاره برابر کړو. په یاد ولری، چې هېڅکله به بېګانه خلک ونه غواړي، چې افغانان تعلیم ته مخه کړي، خصوصاً د نجونو تعلیم ته، او دوی غواړي چې افغانان په هر قېمت له تعلیم څخه لرې وساتي.

د پام وړ تکي:

۱- مونږه ټول باید دغه حقیقت ته غاړه کېږدو، چې مسلمانانو د خپلو لوڼو، خویندو، او مېرمنو اسلامي او عصري تعلیم ته چې څرنګه لازمه وه، په هغه توګه پاملرنه نده کړې. په دغه نیمګړتیا سره مونږه د اسلامي نړۍ نیږدې نیمایي نفوس فلج او له لازم فعالیت څخه بې برخې کړیدی. یعنې د اسلامي نړۍ د بدن نیمایي برخه په صحیح توګه کار نکوي. نو راځئ چې ټول یو ځل بیا له الله (ج) سره دغه تعهد نوی کړو، چې مونږه ټول مسلمانان به د خپلو کورنیو ښځینه غړو ته د اسلام په رڼا کې په ترتیب سره د اسلامي او عصري تعلیم زمینه برابروو، او په دغه برخه کې به ټولې ستونزې له لارې لرې کوو، او هم به د دوی له علمي استعدادونو څخه په مناسبو برخو کې په صحیح توګه د اسلام په رڼا کې ګټه اخلو. که چېرې ان شاءالله په دغه کار کې کامیاب شولو، نو په یقیني ډول سره به د مونږه د اوسنیو کورنیو د ستونزو زیاته برخه هم په صحیح توګه حل او فصل شوې وي. د یادولو وړ ده هغه مور چې په اسلامى او عصري علومو پوره پوه وي، هغه د خپل مېړه په نسبت خپلې کورنۍ ته زیات خدمت کولی شي، په خاصه توګه د اولادو د تعلیم او تربیي په برخه کې.

۲- یوه مسلمانه ښځه، هر وخت دغه آرزو لري، چې د ښځینه ډاکترې پواسطه معاینه او تداوي شي، او دغه آرزو، د ولادت په وخت کې باالکل په اشد ضرورت بدلیږي. همدارنګه، که د یوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وشي، او ورته وویل شي، چې له دغو دوه حالتونو څخه یو حالت انتخاب کړه چې، د ولادت په وخت کې، د خپلې مېرمنې د پاره ښځینه یا نارینه ډاکتر غواړې؟ ځواب واضح دی، چې ټول به ښځینه ډاکتره وغواړي. نو که چېرې، مونږه په خپلو لوڼو د اسلام په رڼا کې درس نه وایو، نو دغه خو بیا باالکل ناممکن کار دی، چې ښځینه ډاکترانې او معلمانې ولرو.

۳- ګرانې لوڼې، خویندې، او مېرمنې هم باید د درس او تعلیم تر نامه لاندې داسې کارونه ونکړي، چې بیا نو هر څه په صفر کې ضرب کړي. قدرمنې لوڼې، خویندې، او مېرمنې په ریښتیا سره د اسلام په رڼا کې درس ووایي.

دوی باید په اسلامي شرایطو برابر حجاب واغوندي، او د حجاب د اغوستلو په اصلي مفهوم ښه پوه شي. لوڼې، او خویندې باید له خپلو پلرونو، او وروڼو، سره پدغه برخه کې کمک وکړي، او هغه مجبور نکړي، چې د ځینو دلایلو له کبله، د هغوی د تعلیم مخه ونیسي.

۴- په اسلامي شرایطو برابرې خویندې، د خپل دین د پاره، په ډېره آسانۍ سره په ښه توګه تبلیغ کولی شي. یعنې، د هغوی اسلامي لباس، او اسلامي رویه، پخپله د تبلیغ وسیله ګرځي، او دغه خویندې، د نورو خویندو د پاره د ښې بېلګې په ډول کار کولی شي، او دغه خویندې په غیر اسلامي ملکونو کې ډېرې اغېزمنې واقع کېدای شي.

نن سبا، اسلام ته هر چا تبرګی نیولی، او هغه له یوې خواه او بلې خواه کوښښ کوي چې اسلام زخمي او بدرنګه کړي، نو مونږه ته لازمه ده چې د خپلو نېکو اعمالو پذریعه هغه زخمونه بېرته پټۍ کړو. زمونږه اعمال باید د مونږه د هویت د معرفي کېدو وسیله وګرزي.

۵- د دغو ټولو پورتنیو شیانو د عملي کولو د پاره مناسب چاپېریال پکار دی، چې تر ټولو مهم یې امنیت دی. که امنیت نه وي، نو بیا دغه آرزو او ارمان، په یوه غیر عملي آرزو او ارمان بدلېږي، نو مونږه افغانان، یوې با عزته سولې ته له هر چا څخه زیات ضرورت لرو، او د دغه باعزته سولې په راوستلو کې باید هر ورور او هره خور، نه ستړې کېدونکې هلې، ځلې وکړي.

غواړم، دغه خبره یو ځل بیا تکرار کړم، چې د خویندو، د اسلامي او عصري علومو د زده کړې لپاره، تر ټولو د مخه، یو په اسلامي شرایطو برابر چاپېریال پکار دی، او الله (ج) د همغه اسلامي شرایط، دوی ټولو ته برابر کړي. آمین.

په پای کې یو ځل بیا زه د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله (ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله قایمه شي، چې هغه الله (ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

په ډېره درناوۍ. والسلام.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

انګلستان – دسمبر – ۲۰۱۸

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

……………………………سټی کنډو شپونکی د پر مختګ په لور……………………س
ساده شپونکی یمه د سټی………………………جګ ځوان قوی لرمه مټی
پس له ڼن نه د وزی رمه خرڅومه……………..ښارته کډه ماشومان مکتب ته لیږمه
د کور توپک تومانچه کباړ کومه……………….کتاب قلم لیکلو تخته په راوړمه ت
تعلیم په لور تیښته کومه…………………….له جنګه مخ بل لور ته اړومه
ټولی دنیا سره روابط ښه کومه……………….په درواغو سپینی داړی چنګوومه
له روس امریکا کمالونه زده کوومه…………..خپل وطن ذخیری په راسپیړمه
په تعلیم ځان پوره مسلمان کوومه…………….د پر مختګ په لور ګامونه اخلمه
……………………………..غمی،پښتین ،سټی کنډو پکتیا، ګردیز