نړۍ

په سنده کې ټوله ورځ رخصتي، او په ټوله هیواد کې نیمه ورځ رخصتي اعلان شوه

shahidنن ټکی اسیا: نن په ټوله پاکستان کې د غرمې 12 بجو وروسته رخصتي اعلان سوله، ټوله حکومتي دفترونه او سکولونه به بند وي، تر څو ټوله خلګ په ارامه د انډیا او پاکستان مېچ وګوري..

دغه اعلان چې خپله د پاکستان د وزیر اعظم کړی، اوس لږ ګړی مخکي د انډیا په لوري روان سو، تر روانېدو مخکي

یوسف رضا ګیلاني د میډیا سره په خبرو کې وویل چې دی د ځان سره د هیواد د ټولو پارټیانو نمایندګان ملګري کړي، تر څو نړی او پاکستان ته دا پېغام ورکړي چې پاکستان متحد دی.

ددې تر مخه د سنده ایالت حکومت نن د لوبي په ورځ د عامي رخصتۍ اعلان کړی وو.

نن چې د انډیا او پاکستان لوبې شروع کېدو ته څو ساعته پاته دي، په پاکستان کې دا ورځ د یو جشن د ورځي په رکم لمانځل کیږی، په سرکاري او خصوصي تلویزونو کې ملي نغمې ږغول کیږي او ټوله کاربارونه په ټپه ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x