افغانستان

احمد ولي مسعود ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د احمد شاه مسعود ورور احمدولي مسعود په رسمي توګه راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړه او ويې ويل چې د حکومت د رهبرۍ له بدلولو پرته د افغانستان ستونزې نه حل کيږي.

احمد ولي مسعود په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د هيواد روانو ستونزو او مشکلاتو ته په کتو يې د ولسمشريزو ټاکنو ډګر ته د سيالۍ له پاره راوتلی دی.

هغه وويل چې د ملي يووالي د رامنځته کيدو له پاره هڅي کوي او افغانان به په يو ټغر کينوي او زياته يې کړه چې عام خلک د اولس کالو راهیسې له واکمنو زړه توري شوي دي.

ټاکل شوې ده ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي کال د حمل په ۳۱ ترسره شي چې نوم ليکنه يې د مرغومي د مياشتې په لومړۍ نيټه پيليږي.

تر دې وړاندې محمد اشرف غني، حنیف اتمر، شيدا محمد ابدالي، لطيف پدرام هم په ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي اعلان کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

واه وا واه یو متل دی وایی چی آس یی نال وه چونګښی ویلی ماهم نال کړی وایی کله چی یی چونګښه ناله وله وی ټنګ باد یی لاړه.
اوس ته دی بیشرمه ته ګوره ته او ریاست جمهوری ډیره فاصله لری د خر زی د سر دعا کوه ګنی چیری به دی یا پنچرمینی کوله او یاهم سقاویی د تایی په ریاست جمهوری څه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x