حمدالله محب: د سولې په اړه بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت شورا مشر حمدالله محب د سولې په اړه وروستيو هڅو او فعاليتونو ته په اشاره ويلي، چې د سولې لپاره بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي.

د امنيت شورا مشر دا څرګندونې  وروسته تر هغه کړي، چې  د طالبانو استازو له امريکايي ډيپلوماټانو سره په متحده عربي اماراتو کې درې ورځې  د سولې په اړه خبرې کړي دي.

دغې ناستې ته د حمدالله محب په مشرۍ پلاوی هم تللی و، هلته يې د امریکا، سعودي، پاکستان او متحده عربي اماراتو له ډيپلوماټانو سره ليدلي او هڅه يې کړې وه،چې له طالبانو سره هم وګوري، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي و، چې په دغه ناسته کې د ګډ حکومت پلاوي سره ليدل کاته په پلان کې نشته.

له حمدالله محب وروسته د ګډ حکومت د سولې مشورتي بورډ رييس عبدالسلام رحيمي په مشرۍ بل پلاوی هم ابوظبۍ ته ولاړ، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.

د ملي امنيت شورا ویاند طاهر ارين غوښتنه کړې وه، چې طالبان خو دې لږ تر لږه د حکومت دريځ واوري، خو طالب استازو يې خبره نه ده منلې.

د ملي امنيت شورا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د ابوظبۍ ناستې له ګډونوالو مننه شوې، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې د سولې په دغه پروسه کې بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي.

په اعلاميه کې دا نه دي  ويل شوي، چې د ملي امنيت شورا اندېښنه د څه له امله ده، خو له تېرو درې ورځو راهيسې ځينو غربي رسنيو ګڼ شمېر راپورونه ورکړي، چې طالبان او امريکاي ډيپلوماټان د سولې لپاره د موقت حکومت او اوربند په اړه خبرې کوي، خو طالبانو دغه راپورونه رد کړي او ټينګار يې کړی، چې له امريکايي ډيپلوماټانو سره د سولې په دغو خبرو کې يوازې د بهرنيو پوځيانو په وتلو، د بنديانو په خلاصولو او د ملکي تلفاتو په مخنيوي خبرې شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

له دغه رقم د درغلیونه ډک انتخابات چی دوی یی ترسره کوی یو موقت حکومت ډیر ښه ده. خو دا فکر باید هغه وخت په جامع توګه ترسره شوی وای کله چی په جنیوا کی موقت حکومت جوړیده. هغه وخت موقت حکومت جوړ شو، خو حزب اسلامی او طالبانو ته یی پکی برخه ور نکړه. دا اور د بدنختی د جینوا له جلسی نه سر پورته کړل چی تر اوسه لمبی وهی او اوسی یی څوک مړ کولای نشی. والسلام

جميل
میلمه
جميل

بيغمه اوسه د افغانانو قربانى به حتماًً خوندى او د قدر ور وگرزي، كومي قربانى چي افغانانو د خپل مبارك دين او گران هيواد لپاره وركري ضايع به نشي انشاءالله
خو كومي قربانى چي تاسى يى غلامي، فساد او ددين او هيواد سره خيانت ته واياست ورك او پوپنا به شي إنشاءالله

الحاج استاذ بیانز ی
میلمه
الحاج استاذ بیانز ی

زه د حمدالله محب دا خبره چه [[ د سولې په اړه بايد د افغانانو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي]] سمه جمله ګڼم مګر د هغه دا تصور چه غلامی اداری ته افغانان وایی ناسمه دی . افغانانو د سولی د پاره قربانی ورکړی مګر سوله د خاوری ، خلکو او د خپلواکی د دفاع د پاره غواړی یعنی د خاوری ، خلکو او خپلواکی په دفاع کی بری اوتومات سوله او سوله امنیت او سعادت رامنځته کوی . زمونږ د هیواد خپلواکی ، زمونږ د خاوری تمامیت او زمونږ دخلکو امنیت د چاله خوا په اور اچول شوی… نور لوستل »