افغانستان

سرچینه: د انس حقاني د ازادېدو خبر حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): نن یو شمیر رسنیو او د ټولنیزو ویب پاڼو فعالانو د پخواني جهادي قومندان مولوي جلال الدین حقاني د کشر زوی (انس حقاني) په اړه راپورونه خپاره کړل چې ګواکې له خپل بل ملګري (حافظ عبدالرشید) سره یوځای له زندانه خوشې شوي دي.

خو نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې ویلي دا راپورونه حقیقت نه لري او د هغه د خوشې کیدو اوازې یې ناسمې وبللې.

د طالبانو ویاند هم دغه خبر پر خپل ټویټر پاڼه رد کړی:

انس حقاني او حافظ عبدالرشید د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې له ګوانتنامو زندانه د ازاد شوو طالب مشرانو د لیدلو لپاره د قطر هیواد ته تللی و، چې امریکايي استخبارات یې په ورتګ خبر او د بیرته راګرځیدو پرمهال یې په لار کې ونیول.

امریکایانو له نیولو وروسته دواړه د کابل حکومت ته لاس تړلي وسپارل، خو د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې «په خوست کې يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولي».

یاد دواړه کسان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بګرام زندان کې پرته له کوم ښکاره جرمه بندیان دي.

انس حقاني د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني کشر ورور، او حافظ عبدالرشید له ګوانتنامو د ازاد شوي طالب مشر او د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري ورور دی.

انس حقاني د نیول کیدو پر مهال د مدرسې زده کوونکی و او په خپلې کورنۍ کې یوازینی شخص دی چې په سیاسي او پوځي فعالیتونو کې د نه ګډون له امله امریکایانو ته مطلوب نه دی.

امریکایانو او افغان حکومت تر اوسه د نوموړي جرم نه دی روښانه کړی، خو شنونکي یې د نیولو هدف سیاسي بولي او د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني سره ورورګلوي یې د نیولو یوازینی لامل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

پاک رب دی دده او د ملګری مل شی او ددواړو د روغ رمټ خوشیکدلو په هیله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x