راشد خان د يوه نوي نړيوال ريکارډ جوړولو په درشل کې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان په شل اوريزو سياليو کې د يوه بل ستر نړيوال ريکارډ جوړولو لپاره مټې رانغښتي.

راشد خان چې تازه يې د بيګ بيش ليګ په اووم پړاو کې ګډون کړی په يو کال کې په شل اويزو سیاليو کې د زياتو ۹۲ ويکټو اخيستلو ريکارډ جوړ کړی.

هغه دا مهال په ۲۰۱۹م کال کې ټولې ۹۲ ويکټې اخيستې دي چې تر دې دمه کوم بل لوبغاړی دغه څلي ته په رسيدلو نه دی توانېدلی.

۲۰ کلن راشد خان اوس په يوه کال کې د سلو ويکټو اخيستلو ريکاډ جوړولو ته نږدې دی، ددې لپاره د کال تر پايه نوموړی درې سيالۍ او ۸ ويکټې لري چې دغه هدف پوره کولو چانس لري، که نوموړي په دغه درې سياليو کې ۸ ويکټې واخيستې دا به د کرېکټ په نړۍ کې نوي څلي ته رسيدل وي.

له ده وړاندې په يوه کال کې په شل اوريزو سياليو کې زياتې ۸۷ ويکټې ډاين براوو په ۲۰۱۶م کال کې اخيستې وې، خو راشد خان دغه ريکارډ هم مات کړی او اوس يې يوه بل ستر ريکارډ ته ملا تړلې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې راشد خان په ۸۰ ويکټو ترلاسه کولو ددغه کال زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی و.

ګوګلي ماسټر تېره ورځ د بيګ بيش ليګ په لومړۍ سيالۍ کې د ۱۹ منډو په بدل کې ۳ ويکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، دوی په دغه لوبه کې د مجيب ځدراڼ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د تېرې سيالۍ ترسره کېدو نه وروسته اليکس کيري راشد خاپ وستايه، هغه زياته کړه چې راشد خان ځيرک توپ اچونکی دی، د لوبې په هر حالت کې پوهيږي څنګه توپ اچونکی وسوځوي او يا پرې توپونه ميس کړي.

ياده دې وي چې راشد خان روان ۲۰۱۸م کال په يو ورځنيو سياليو کې هم د زياتو ۴۸ ويکټو اخيستلو ځانګری ريکارډ لري او په لومړي نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د