ورزش

بيګ باش: د نبي چټکو منډو يې لوبډلې ته بريا ورکړه/ ويډيو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د استراليا په تجارتي سياليو (بيګ باش ليګ) کې نن د محمد نبي لوبډلې لومړۍ سيالۍ ترسره کړه چې په کې يې د محمد نبي توپوهنې په مرسته بريا خپله کړه.

په دغه سيالۍ کې محمد نبي په داسی حال کې توپوهنې ته راغی چې لوبډلې يې د ۱۷ منډو په جوړولو ۴ چټکې ويکټې له لاسه ورکړې وې.

نبي نه يوازې چې ويکټه يې وساتله بلکې د لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه، نوموړي د ۲ شپږيزو او ۴ څلوريزو په مرسته په ۲۷ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې.

https://twitter.com/BBL/status/1075701761946443779?s=19

د ميلبورن لوبډله محمد نبي ته پر ټويټر پاڼه د رئيس لقب کاروي، ښايي نوموړی يې د سپانسرشيپ لپاره د سفير په توګه ټاکلی وي.

 

په ياده لوبه کې لومړی توپوهنه د پرت سکروچر لوبډلې وکړه چې په ۱۰۶ منډو جوړولو يې ټوله لوبډله وسوځېده، په ځواب کې د نبي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x