ورزش

افغانستان د ۲۰۲۰م شل اوریز نړیوال جام ته مستقیمه لار موندلې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د کرکټ نړیوالې شورا وايي چې د ۲۰۱۸ز کال تر پایه د کوربه استرالیا پرته لومړنۍ نهه لوبډلې به د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام کې مستقیم لوبیږي.

افغانستان دا مهال د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې د ۹۲ پواینټونو سره اتم مقام لري او ترې وروسته په نهم او لسم مقام سري لنکا (۸۷ پواینټونه) او بنګلادیش (۷۷ پواینټونه) لوبډلې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې پر اساس د ۲۰۲۰ز کال ۲۰ اوریز نړیوال جام به د اکتوبر او نومبر میاشتو کې په استرالیا کې ترسره شي. په دغه نړیوال جام کې به ټولټال ۴۵ لوبې ترسره شي.

د ۲۰۲۰ز کال نړیوال جام کې به ۱۶ لوبډلې ولوبیږي چې وروستۍ شپږ به یې د غوراوي پړاو څخه تیریږي.

دا لومړی وار دی چې افغانستان نړیوال جام ته د غوراوي پړاو پرته مستقیما لاره پیدا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x