نړۍ

پوټين: په افغان سوله کې بايد د طالبانو ځواک او نظر ته درناوی وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين ويلي، چې د افغانستان سولې پروسه بايد له ابهامه وتلې او رڼه وي.

روسي ولسمشر نن په مسکو کې يوې اوږېدې خبري ناستې ته د خبرو په ترڅ کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې او ټينګار يې کړی، چې طالبان په افغانستان کې يو ځواک دی او د سولې په اړه يې بايد ځواک او نظر ته درناوی وشي.

ښاغلي پوټين په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امريکايي ديپلوماتانو ترمنځ ناستې په اړه خوشبيني ښودلې، خو په عين حال کې  يې دا غوښتنه هم کړې، چې دغه خبرې بايد رڼې شي، چې په کومه موضوع شوي او پايلې به يې څه وي.

د روسيې ولسمشر ټينګار کړی، چې د افغانستان بحران له پوځي لارې نه حل کيږي او د دې لپاره بايد له سوله ييزو لارو چارو کار واخيستل شي.

روسيه وايي، په افغانستان کې د مخدره موادو کرهنه، سوداګري، ناامني او د داعش جګړه مارانو شتون د روسيې لپاره ګواښ دی او  د دغو ستونزو تر شا د امریکا لاس بولي.

روسيه وايي د افغانستان سولې لپاره هلې ځلې کوي او امريکا بايد په دې اړه د روسيې او سيمې هېوادونو همکاري او په افغان جګړه کې خپله ماتې ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

لکه جی ستانکزی صیب کار جوړ کړی ممکن خپل پخوانی د خلق د دیوکراتیک ګوند کارت یی پوتین ته وروښودلی وی چی پوټین اوس داسی خوږی خبری کوي. یوه یوه ټوکه دی هم پکی وي.

سلام

تاسی معصوم ستانکزی ، که کمونست غنی، که اتمر، علومی ستانکزی یادوی ؟ یادو شوو کمونستانو او ایزمی غلامانو په طالبانو باندی د فاحشو ښځو په شان خپل لوڼډان اچولی له انصافه لیری کار دی

جميل

امريكا به خپله ماته داسي ومنى لكه تاسو روسانو چي منلى وه إنشاءالله
پوتين چي اوس داسي دلاوره شوى دا هم د افغانانو په زور كنه تر سو كاله مخكي يى امريكا ته خوله هم نشواى چولولاى
پوتين او روسان او نور توله چي لدى وروسته اازاديژي بايد د افغانانو احسان او قربانى هيري نكري ، شه قدر يى وكري او په هر زاى كي افغان ته د يو فاتح او اازادوونكي په سترگه وگوري

لونګ

یاره جمیله کله کله دی ماغزه ډیر ښه کار کوی او کله هم لکه ما وار لیونی شی. کله د یوه باغیرته پښتون په رقم خبری کوی، او کله هم داسی خبری کوی لکه چی کوم پنجابی دی خسر وي.

غمی،پښتین

روس می یو ځل څملاولی په خوله وهلی……………څو کاله وه بی خوده اوس بیا راویښ شوی
په یوه ګوزار ګورباچف نعری سوری ووهلی…………په ټوله دنیا کی د لینین مجسمی ونړیدلی
حساب می درسره پاتی دی پریږدم چیری………….د پښتون قهر د اوښ قهر دی هیروم د چیری
………………………………غمی،پښتین،سټی ،کنډو پکتیا ،ګردیز

لونګ

تاریخ به دا هم لیکی چی پوتین هم د اسلامی امارت ملاتړی وو.
له بلیخوا طالبانو هم هغه اسلامی اصول چی باید مراعات شوی وای مرعات یی نکړل. له خپلو افغانانو سره یی بد چلند وکړ له خپلی دروازی نه یی نا امیده کړل، اسلامی اصول پریګده چی د پشتونولی اصل یی هم مات کړ. د پښتون کره چی د پښتون دښمن ورشی د مذاکری او سولی لپاره بیا هغوی یی احترام کوی، خبرو او اترو ته یی غوږ نیسی.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x