نړۍ

د امریکا د فاع وزیر استعفی ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزیر «جیمس مټیس» په دفاع وزارت کې تر دوه کلن کار وروسته، نن ناوخته له خپلې دندې استعفی ورکړه.

د نوموړي د استعفی تر خبر وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر باندې لیکلی، جیمس مټیس تر راتلونکي فبروري میاشتې پورې تقاعد کېږي او دفاع وزارت ته به په لنډ وخت کې بل وړ کس ونومول شي.

ټرمپ په یو بل ټویټ کې، په دفاع وزارت کې د جیمس مټیس له خدمتونو مننه کړې او هغه یې ستایلی،

نوموړی وايي «زه له جیمس مټیس مننه کوم چې په سخت وخت کې یې زموږ سره کار وکړ، هغه زموږ د خپل هیواد او زموږ د اتحادیانو فوځي ذمه وارۍ په ښه توګه سرته ورسولې، هغه به زما ډیره مرسته کوله».

د امریکا د دفاع وزیر په داسې حال کې خپله استعفی وړاندې کوي چې یوازې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د خپلو فوځیانو د را ایستلو پریکړه کړې.

د ټرمپ دا پریکړه روسیې د سوریې د سیاسی حل لپاره یو نیک ګام وباله خو د ناټو سازمان اکثریت غړو دا پریکړه ناسمه وبلله.

رسنیو کې د خپرو شویو رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې، پنټاګون او ولسمشر ټرمپ په دې پریکړه کې لا هم د نظر توافق ته نه دي رسیدلي، لویډيځو رسنیو تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره کړل چې ټرمپ د سوریې د پریکړې په اړه د پنټاګون نظر بیخي له پامه غورځولی.

جيمس مټيس په خپل استعفا ليک کې د ولسمشر ټرمپ سره پر ځينو مسايلو اختلاف ته هم اشاره کړې. دغه ليک هم په پراخه کچه نشر شوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

زما په خيال د «تحفه نصائح» لومړی بيت داسي دی: حمدی بګويم بې عدد مر خالق جل وبشر کرده معلق آسمان هم اختران شمس وقمر نو موږ ته چي به استاذ د وزن سره سم د دغه کتاب د شعرونو د لوستلو طرز را زده کاوه راته ويل به يې چي دغه فارسي شعرونه د دغه پښتو شعر پر وزن برابر واياست: کوچ کوچ، کوچ کوچ، هی، هی، هی، هي ښه سو چي ولاړې زمو د دره نه دي غپل نه دي غرږل په توتو لوی سوې بې ثمره اوس اجازه راکړئ چي دغه شعر دغه زاړه سر کوزي«جیمس مټیس»… نور لوستل »

جميل

دا د امريكا او ترمپ وفاداره سپى و ، د غلامو چغالانو به سه پروا ولري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x