نړۍ

وال سټريټ ژورنال: امريکا له افغانستانه  ۱۴۰۰۰ زرو عسکرو په ویستلو فکر کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر په کمولو فکر کوي.

د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو  ۱۴۰۰۰ پوځيانو شمېر په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې اړوندو مسؤولينو ته د پلان جوړونې دنده هم سپارلې ده.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر اوولس زره دی او زرګونه نور قرادادي پوځيان هم شته، خو امريکايي رسنۍ وايي، چې د امریکايي پوځيانو او قرادادي ملېشو کره شمېر چا ته نه دی معلوم.

امريکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د کمولو په اړه په داسې حال کې فکر پيل کړی، چې وړمه ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې اعلان کړی و، چې له سوريې به خپل پوځيان وباسي او له دغه هېواده د پوځيانو د ويستلو کار عملا پيل شوی دی.

د امریکا دفاع وزير جميس مټیس د ټرمپ له دغو دواړو نظرونو سره مخالفت ښودلی او له خپلې دندې يې استعفا کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د کمولو راپورونه په داسې حال کې رسنيو ته راوتلي، چې د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبۍ کې د طالبانو لوړپوړو استازو له امريکايي ډيپلوماټانو سره د سولې په اړه ځانګړې درې ورځنۍ غونډه درلوده.

طالبانو او همدارنګه د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، چې  د دغې ناستې ټول  تمرکز د بهرنيو پوځيانو په وتلو و.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو نظر د طالبانو او امريکايي ډيپلوماټانو له دغې ناستې سره تړاو لري که نه، خو زلمي خلیلزاد په کابل  کې رسنيو ته ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د دايمي پاتې کېدو هوډ نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

که امریکایی چارواکی فکراوعقل ولری بایدفکروکی چه دناټوپه ټول قوت مودا ملک نکۍ کنټرول اودبیننګه اشرفغنی اواقتدارفرسته ګلبدین په خطایستومی څونه دنیایی خصاره وکه بایدنوریوډالر مصرفول ضیاع وبولی اواشرفغنی ماداری ته دسزاورکولوپه سبب یی وطالبانوته وسپاری چه طالبان اسلامی محاکم پروچلوی اوخپل فوجونه بیله ځنډه دملکه وباسی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

لونګ

دنیا مو وشرموله پدی سیاست چی تاسو په ابوظبی کی وکړل. هغه د پښتونولی اصل مو هم تر پښو لاندی کړ. کی چیری زما دښمن زما کور ته راشی د خبرو له پاره، د سولی لپاره او زه ووایم چی نه په کوران که ورسره وګورم دا خو نه پښتو شوه او نه هم اسلام. دنیاوالو ته مو دا واضحه کړه چی اسلام هغه دین دی چی بی غیر له جنګ د صلحی په مانا نه پوهیږی. امریکا که چیری لدی ملکه هم ووځی خو په زوره خو په والله که څه توره وکړی. دا ځکه چی تر اوسه پوری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x