زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد: ټرمپ د افغان سولې د خبرو پایلې ته بیړه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتوځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي«ولسمشر ټرمپ د افغان سولې د خبرو پایلې ته بیړه لري».

دغه خبرې نوموړي پرون له طلوع تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې ده وویل «ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو په وخت کې د امریکا له ولس سره ژمنه کړې چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي، چې د همدې ژمنې په اساس نوموړی غواړي هر څومره چې ژر کېدای شي د افغانستان جکړه پای ته ورسوي».

نوموړی اوسنی حالت د طالبانو سره د سولې لپاره یو فرصت بولي او زیاتوي «موږ ځکه دسولې په خبرو کې بیړه لرو چې په اوسنی حالت کې سولې ته د رسېدلو یو فرصت وینو، او هغه دادی چې، طالبان مني چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او غواړي د خبرو له لارې یې پای ته ورسوي».

دی د سولې په خبرو کې د عجلې بل لامل د جنګ نه زغمل کېدونکی مصرف او امریکا ته پېښ جنجال ښيي او زاتوي « همدارنګه امریکا هم غواړي چې نور له دې جنجال او د افغان جنګ له مصرف څخه ځان وژغوري».

نوموړی د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا نوره له افغانستان څخه وزي؟ وايي «د امریکا شتون په افغانستان کې په حالاتو پورې اړه لري که چېرې په سیمه کې تروریزم له منځه ولاړ شي او د افغانستان څخه امریکا ته کوم جدي خطر پېښ نه شي امریکایان به له دې ځایه ووزي، دا د امریکا پالیسي نه ده چې په افغانستان کې دایمې اډې ولري».

کله چې خبریال پوښتي ایا تاسو له طالبانو څخه د خطر احساس نه کوی؟  زلمي خلیلزاد څرګندوي «ولې نه ! خو طالبانو موږ ته تر ډېره قناعت راکړی چې ددوی له لوري به امریکا ته ګواښ نه پېښېږي خو موږ  غواړو دا هر څه عملاّ ووینو».

دی په افغانستان کې د ښځو د حقوقو، بشر حقوقو او د رسنیو د ازادي د افغانانو داخلي مسئلې بولي «دا د افغانستان خپلې داخلي مسئلې دي چې افغانان یې باید په خپل منځ کې حل کړي، خو موږ ښځو ته د مساوي حقوقو ورکولو او د رسنیو د ازادۍ پلوي یو».

د انس حقاني د خلاصون په اړه هم خبریال پوښتنه لري، چي زلمی خلیلزاد یې په جواب کې وايي«په مشخص ډول د انس حقاني د خلاصون په اړه خبره نه ده شوې  خو په عمومي ډول طالبانو د بندیانو د خلاصون غوښتنه درلوده».

یاده دې وي چې زلمی خلیلزاد دا خبرې داسې مهال کوي چې ټرمپ له سوریې څخه د خپلو فوځیانو د را ایستلو پریکړه کړې او د لویديځو رسنیو د راپورونو په حواله هره شېبه ددې امکان شته چې ټرمپ له افغانستان څخه هم د خپلو فوځیانو د ایستلو پریکړه وکړي.

نن ورځ د امریکا معتبرو ورځپاڼو خبر خپور کړ چې ټرمپ د راتلونکې کال په لومړیو میاشتو کې له افغانستان څخه د پنځوس سلنه فوځیانو د ایستلو په پریکړه غور کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چي تلوار مو دى ژر وزى
الهى (ج) ستا تر قدرت قربان شم بيا دى وشودله چي د تولو زورور په تر تولو ضعيفه وهى ، الهى (ج) دغه ضعيفه د ايمان والا مومنان چي ستا لپاره تر هر سه تير دي قوت او قدرت وركرى چي نور مسلمانان هم د كفارو له تسلطه وژغوري .
يو دور راروان دى يو بدلون دى راروان
دسپينو بيرغونو يو پاسون دى راروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

په نوی کال کی نوی سوسیال…………….سکینډ پتلون د ګاربیج بوټونه می په سوال
هیپی نیو یار میری کرسمس ناری وهمه………..د چرچ مخ کی ولاړ خیراتونه ټولومه
تر نیمی شپی لپ ټاپ ته کینمه………………په سل نو مونو تبصری لیکمه
ڼن.ټکی اسیا نه تشکر کومه………………دپریښودلو نه یم غلطول کوومه
……………غمی.پښتین ،سټی ،کنډو،پکتیا.ګردیز……….لندن مهاجر پیغام

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ټرمپ عیسوی دی سوله ته بیړه لری،
طالیبه ته خو مسلمان یی ،او په قران کی د سوله امر هم درته شوی ،نو ته خو سل ځله بیړه وکړه،او ډز بندی وکړه.د الله ج حکم هم په ځای کړه.

انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

داچی په نړیواله او ملی کجه د افغان سولی لپاره اجماع رامنځته شوی بهتره داده چی داوړه غاړی (اوسنی حکومت او طالبان) له دی فرصت څخه ګټه پورته کړی او ټول بین الافغانی مسایل دافغانانو تر منځ دمیز سرته راوړی او دحل په خاطریی په شپو او ورځو کار وکړی تر څو موږ یوی دوامداری سولی ته لار پرانیزو، که هر طرف د سولی په راوستو کی ناغیړی کوی، اویاد اسی شرایط وړاندی کوی چی عملی نه وی دابه له افغان ولس سره ستره جفا وی، او تاریخ به یی حتما ولیکی، لکه اوس چی هر افغان ته واضح او… نور لوستل »