د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د ارګ غبرګون

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لیندۍ، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له افغانستان څخه د نيمايي بهرنيو سرتيرو د ويستو ګونګوسې خپرې شوې ارګ يې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ۱۴۰۰۰ پوځيانو په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې اړوندو مسؤولينو ته د پلان جوړونې دنده هم سپارلې ده.

د ارګ وياند هارون چخانسوري ويلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان په امنيت کوم اغيز ونه کړي او زياته کړې يې ده چې د افغان امنيتي ځواکونه دومره وړتيا لري چې د خپل هيواد امنيت وساتي.

هغه په پنځو پرله پسې ټويټونو کې څرګنده کړې چې امريکايان په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تخنيکي حمايي چارې پرمخ وړي او وتل به يې د افغانستان په امنيت کوم اغيز ونه کړي.

هغه ويلي چې دا ډول انديښنې د ۲۰۱۴ ميلادي کال په دسمبر کې هم راپورته شوې وې.

د يادونې وړ ده چې يو شمير کورنيو او بهرنیو رسنيو خبرونه خپاره کړل چې له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت سقوط وکړي او واک به د طالبانو لاس ته ولويږي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسي شكاري لكه امريكا چي خپل يتيمان يوازي پريژدي، أوس به شه خوند وكري . كه داسي وي نو دسولى خبري به كومه نتيجه ورنكري او امريكا به روسانو غوندي چي نجيب گاو يى پر ميدان پريشود همداسي به بيشرفه غني او نور چغالان پر ميدان پريژدي بيا دى دوى د زمريانو وارو ته زان تينگ كري ، نرتوب به يى هله معلوم شي . كومه ورز چي ااخري امريكايى عسكر وزي چخانسوري او نورو چغالانو او بگيلانو به مخكي لا خپلي بسترى په شا كري وي او له خپلو بادارانو به پناه غواري . هر هغه خاين چي غواري… نور لوستل »

نصرت الله نصرت
میلمه
نصرت الله نصرت

دا خو معلومداره ده که له افغانستان بهرنی پوځیان ووتل د افغانستان حکومت به سقوط • ځکه د افغانستان حکومت د یو ولایت توان نلری چی له طالبان یئ په خپل واک کړئ .. بل ارګ باید نه دا خبری وکړی . ځکه طالبان څوک د او افغان حکومت څوک دی دواړه د یو افغان بچیان دی خو موږ خوشحاله کیږو چی له افغانستان بهرنی ځواکونه ووځی بیا که زموږ طالبان دی او یا د افغانستان حکومت دی خپلو کې سره جوړیږی خو بهرنی ځواکونه نور افغانستان کی نه غواړو زموږ افغانستان کې نن وینی بهریږی اصلی لامل یی امریکا… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

الله پاک دې پخير دا بهرني سپي او د هغوى کوڅه ډبه نازولي له افغانستان څخه محرومه کړي. دا د جشن مانا لري تالبانو نه هيله کېږي چې د وتلو سره د امريکا سره لا ښه لفظي اړيکې ولري تر هغه چې نور يو ګوډاګى هم پاتې نشي. د هېواد د خپلواکه قيادت په هيله او د افغانانو د بيا هوساينې او امنيت په ضمانت

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Za Khushal Kafan Pa Ghara Ba Rajeg Sham
Za Khushal Kafan Pa Ghara Ba Rajeg Sham

Ka Khabar Shom Chi Pakhtoon Da Cha Ghulam Sho

سلام
میلمه
سلام

نصرت صاحب ! د جهانسوری غلام دا خبره چه مونږ په ځانو متکی یو او بیا وایی چه خارچی قوتونه د روزنی د پاره دی د روزنی نه شتون تر ټولو لویه کمزوری ده او تر هغی هم اوچته کمزوری د مورال نه شتون دی. مورال د سپیڅلی هدف سره لوړیږی . اوسنی له اسمانه راولویدله که له زمکی راوخوتکیدله امریکایانو له بڼ څخه له ځانه سره په صلیبی نیکتایو سره میکپ شوی سرو ډولیو ، ټانکو او الوتکو کی راوستل تر هغی چه اردو ، پولیس او ملیشی یی ورته جوړی کړی چه له دی وروسته په غلامانو خپلواکی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامه اداره د امریکا په اوږو په هوا کی هغه جوړه شوی بی نقشی او بی هدفه ولاړه ودانی ده چه کومه شیبه امریکایان اوږی لیری کوی دغه ودانی به د زمکی سره زمکه کیږی ، د حمدالله محب، چنانسوری عبدالله ، غنی او نورو ایجړا ګانو په تلویزونوی لاپو شاپو د هغوی لویدلی مورال نه راپورته کیږی . تر دوی دنجیب حکومت ډیر پیاوړی وو جه د روسانو له تیښتی وروسته یی څه کم دری کاله نسبی پیاوړی حکومت وکړو د غنی ایجړا حکومت به څو اونی هم دوام ون کړی . د غنی غلامی اداره خو… نور لوستل »