نړۍ

متحده عربي اماراتو پاکستان سره درې ميليارده ډالره مرسته اعلان کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): متحده عربي اماراتو د پاکستان مرکزي بانک په حساب کې د درې ميليارده ډالرو جمعه کولو اعلان کړی دی.

پاکستاني رسنيو د مرکزي بانک د چارواکو له خولې ويلي، چې د اماراتو له لوري دوی ته د درې ميلياردو ډالرو ورکولو سره به د پاکستان مالي پانګې زياتوالی راشي.

عربي رسنيو هم د اماراتي چارواکو له خولې ليکلي، چې دغه مرسته يې د پاکستان کمزوري اقتصاد ته د لاس ورکولو لپاره کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د اماراتو له لوري د درې ميليادو ډالرو مرستې پخلی کړی او په دې اړه يې د اماراتو مننه کړې ده.

عمران خان زياته کړې، متحده عربي اماراتو تل د سختۍ په وخت کې پاکستان ته د مرستې لاس ورکړی او دغه مالي مرسته يې له پاکستان سره د نيک نيتۍ او اخلاص بېلګه بللې ده.

اماراتو له پاکستان سره د درې ميلياردو ډالرو مرسته په داسې حال کې کړې، چې وړمه ورځ په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکايي ډيپلوماټانو ترمنځ د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ ناسته وشوه.

په دغه ناسته د طالبانو او امريکايي استازو سربېره د پاکستان، اماراتو او سعودي استازو هم ګډون درلود.

تر دې وړاندې سعودي هم له پاکستان سره درې ميليارده ډالره مرسته کړې  وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid

اللہ د رحم وکوی ھغہ لنڈہ گٹہ خو یی دوی واخیستہ

لونګ

د طالبانو غوا بیا لنګه شوه. تر هغو چی دا ډالرونه وی د افغانستان جنګ به هیڅکله هم ختم نشی.

مجيب الرحمان

ډېره لويه تېروتنه اماراتو کړې او اوس پاکستان بيا ځان د سيمې مهم لوبغاړى ګرځوي او افغانستان ته ستونزې ډېروي، همدارنګه به د دوى د اقتصاد په ښه والي دوى د تالبانو واګي بيا په زور واخلي او وزيرستان او نورو پښتني افغاني سيمو باندې به په نښه کولو قتلونه بيا جاري وساتي. تالبانو ته پکار ده چې پاکستان له صحنې وباسي او د افغانستان په چارو او خبرو کې يې رول تر د امريکا د لاسپوڅو محدود کړي ځکه پاکستان تر ټولو لومړنى د امريکا مرستيال و چې د سپينږيرو تالبانو، قاريانو، شاګردانو او مولويانو په خرڅلاو يې پيل… نور لوستل »

غمی،پښتین

دا دری میلیارده ډالر، پاکستان ته د سوله راوستولو په بدل کی ایدوانس،نوری به نوی کال څخه روسته چه اوربند وشی،
موږ به د یوی غلامی څخه خلاص،پاکستان غلامی ته به اتومات ډول ښکیل شو،د پاکستان غلامی څخه زما په فکر ناټو،اسراییل ،امریکا ،بهتر دی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x