پرېږده چې خړ سیلاب مې یوسي!

نوراحمد نور

د طالبانو او امریکایانو تر منځ په ابوظبۍ کې د لوړي کچې مذاکرات ترسره شول چې دوه ورځي وخت یې ونیو او دسولې لپاره تر تېر هر وخت زیاتي هیلې راوټوکیدې.

دا چې څنګه مذاکرات و، اجنډا څه وه، کوم پر مختګونه وشول، او بیا به څه وخت مذاکرات کېږي په دې باره کې طالبان او د امریکا له لورې د خبري پلاوي مشر زلمی خلیلزاد خپل جزیات وړاندي کوي او تقریبا هرڅه روښانه ښکاري او نه غواړم چې تکرار یې کړم.

خو دلته یو بل مهم ټکی د کابل د لاس پوڅي ادارې رول دی، چې د ټولو پام یې ځان ته اړولی دی.

د کابل ادارې خپل لوړ پوړي چارواکي دوبۍ ته لېږلي وو او تمه یې وه چې په مذاکراتو کې به برخه واخلي، خو د طالبانو د شرط له امله امریکایانو هغوی په خبرو کې شریک نکړل او بیرته خالي لاس افغانستان ته ستانه شول.

د کابل اجیري ادارې چې خپل ټول ارمانونه یې په امریکا پوري تړلي دي، د واک په لومړنیو کې یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او په هرڅه کې د خپل سهم غوښتونکې وه، دا تمه نه درلوده چې امریکا به یې داسي یواځي پرېږدي.

خو امریکا چې په نظامي ډګر کې یې شکست حتمی دی کوښښ کوي چې د سیاسي حل له لاري د افغانستان جګړه پای ته ورسوي دغو مذاکراتو ته خپله غاړه ایښې ده، مجبوره ده چې د طالبانو شرطونه ومني. او طالبان بیا وایې چې دا مذاکرات د امریکا د اشغال د خاتمې لپاره دي او د کابل اداره د اشغال زیږنده بولې، او خبري ورسره بې معنی ګڼي ځکه چې د کابل اداره خپل هیڅ حیثیت او واک نلري، کردار یې صرف همدومره دی چې د امریکا هوایي ځواک ته کوردینات ورکړي او بس.

د طالبانو دې کار د کابل اداري حیثیت په سیاسي ډول د نړۍ په سطحه تر سوال لاندي راوستی دی او اوس ټولو ته دا معلومه شوه چې څومره اختیارات لري.

او تازه خبرونه دا دي چې د امریکا ولسمشر له سوریې د خپلو پوځونو د ایستلو امر کړی او امریکایي رسنیو دا خبر ورکړی چې د ټرمپ اداره له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو غور کوي.

د کابل اداره چې له پیله تر اوسه په داخل کې له ډیرو اوسختو ننګونو سره لاس او ګریوان ده اوس په نړیواله سطحه له یو پېچلي اوګنګس حالت سره مخ ده. کله په مذاکراتو خپل توند غبرګون ښکاروي او کله بیا وایي زموږ د عسکرو قربانۍ(له امریکا سره همکاري ته قربانۍ وایي) باید له پامه ونه غورځول شي. او چې د امریکایي پوځونو د وتلو خبره کېږي، بیا وایي چې زموږ سرتیري وړتیا لري چې خپله ساتنه وکړي، امریکایانو ته ضرورت نلرو.

خو د لاس پوڅي ادارې په نظامي وړتیا له وړاندي لا نړۍ وال شکمن وو. ډیری شنونکي په دې باور دي چې که امریکایان ووځي نو ګوډاګۍ اداره به سقوط وکړي.اوس داسي ښکاري چې امریکا لکه څرنګه چې په سیاسي ډګر کې لاس ترې واخیست، همداسي به یې په نظامې ډګر کې هم د ګرداب خولې ته ورټېل وهي.

نو په داسي له مایوسیو ډک حالت کې د اجیري ادارې احساسات د حال په ژبه وایي:

پریږده چې خړ سیلاب مې یوسي

په لامبوزن جانان به ډیره نازیدمه

avatar
7 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

د طالیبانو د وخت خاطره،
لوګر طالیبانو نه وه نیولی،په اطراف د لوګر کی ګرځیدل،یوه ورځ د دوی دری او د لس کسیزو ګروپونه وګرځیدل ،فتخاو،د ولایت ساحی کی داسی کسان وګرځول چه تور پټکی یی وهلی خولی یی تړلی وی د طالیب په جامه کی د پاکستان فوځیان وه،نقشی یی واخیستی .دوه ورځی بعد یی حمله وکړه ،په دری ورځو کی چهاراسیاب ته ورسیدل،د پاکستان فوجیانو په زور،
د امریکایانو په وتلو سره به یو ځل بیا تور پټکی ،نقشه ،مشوری په ورکولو سره اشرف غنی څه چه ،ټول کابل به یو وار بیا لوخړه کړی،

غوربندي
میلمه
غوربندي

يانې تاته تر امريکايي+ ناټو فوځيانو پاکستانيان باتور ښکاري؟؟

چې ستا د پروپاګند دا ګنده سافټ پروژه څو مياشتې نور وخت لري، فکر نکوم درته تمديد يې کړي.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

غوربندی صاحب،
سږکال په اوړی کی پاکستان فوځیان غزنی کی، ناټو او امریکایانو ته ور مخامخ شو.امریکایانو او ناټو داسی وریبل چه سړکونه په ډک وه.،پشی یی پوری وخندولی.
امریکا او ناټو ته پاکستان فوځ نه ور مخامخ کیږی،کاش دا جرءت یی یو ځل بیا د امریکایانو د وتلو څخه مخته کړی وای.

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

په قلم مو برکت شه ټوله ستونزه دې ښه بيان کړې، خداى دې وکړي چې د نابودې ادارې بنسټ وران او واک انسانانو ته وسپارل شي.

walimohamood
میلمه
walimohamood

ټرمپ افغانستان ارګ سياسيون سخته مايوسه کړئ او ارګ ساتونکو عسکر هغه امريکا چې مخکې ورته ویل چې موږ دوتلو سره به کابل سقوط وکړئ نن د ناټو لخوا سخته باتور وبلل
چې وینا يې امريکا په لاس جوړ سوي عسکر
به افغانستان وساتي
هغه فراه غزني چې د خارجي قواوو په زور د شقوط ورسته وژغورل سو
هلمند روزګان فارياب کندوز پکتيا دامريکايي قواوو په مټه ساتلئ هغه لا سه چې کابل يې هم دهوايي ديليز دلاري امريکا ساتلي
نو مطلب دا دی چې پر ارګ ميشتو خپله خيټه ساتل ګرانه دی داچې زرګونه فوځيان
ساتي دغه ډيره ګرانه ده

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

غلام او مزدور دولت چی اوس یی د افغانستان واګ په لاس کی دی داسی فکر کوی چی دوی اصلی واکداران دی مګر دا دومر لیونی او کم عقله لاس پوڅی دی دایی له هیره وتی چی چا دوی تر دی ځایه ورسول او اصلی میړونه یی څوک دی.
طالبان مجبور دی چی ددوی له میړونوسره خبری وکړی ښځی کله کولی شی چی داسی غټ تصمیم بیغیر د میړه له اجازی ونیسی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

د لاسپوڅې او مفسدې ادارې بيخ او بنياد بايد وايستل شي، البته په ګډوډی نه بلکه په منظم پلان سره، طالبان بايد د عدالت په تامين کې له امريکايانو څخه د مرستې تضمين واخلي، تر څو مفسد ، خاين او جنايتکار عناصر د تېښتې لاره ونه مومي.

عبدالله
میلمه
عبدالله

زه نه پوهیزم ستاسو هدف نظام دی که حکومت؟
زه وایم نظام دی وی تاسو په حکومت ور گد سی ستاسو هم ملک دی جور یی کری. خو داسی نه چی دپنجاب په لاس یی ور کری او بیا مو د بل غلام کری.
الله دی هغه کامیاب کری چی الله ته خوش وی نه هغه چی امریکا، پاکستان او نورو ته خوش وی.
یا الله ته ظالمان ورک کری چی هرسوک وی په نامه وی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د عبدالله په نوم یو کس طالبانو ته توصیه لری چه [[ ستاسی هدف د حکومت او که د نظام بدلول، نظام مه بدلوی حکومت کی ورسره ځان ننباسی که حکومت کی ځآنله شی پنجاب ته به مو صبا سپارلی او مونږ به غلامان کړی]] وروسته یی بیا د کونډی یا بوډی ساده زړی ښځی په شان لاسونه پورته کړی ښیری کوی مونږ خو بی ایمانه او بیغرته یو نه ظالمان پیژنو او نه یی زور لرو الله ج دی ظالمانو ته سزا ورکړی اصلی ظالم خو ورته پاکستان مګر د ډالری شیدو امریکا یی هم ورسره په ظالمانو کی… نور لوستل »