د ځواکونو د وېستلو پرېکړه: څه کول په کار دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

پر افغانستان د متحده ایالاتو د پوځي یرغل اتلسم کال دی چې د افغانستان ځمکه د جګړې پر سرې تبۍ بدله شوې ده. سږ کال که له مختلفو لیدلوریو وارزوو، روانه جګړه تر ټولو خونړي پړاو ته ننوتې ده. د ملکیانو بې درېغه وژنې، د کورونو ورانی، ړندې بمبارۍ او ګڼ نور وحشتونه هره ورځ افغانان تجربه کوي.

خو د دې ټولو ناخوالو تر څنګ، د جګړې په تر ټولو شدید پړاو کې، کرار کرار افغانان د سولې پړاو ته هیله من کېږي. نه یوازې افغانان، بلکې د افغان سولې په تړاو په یوه وخت کې ګڼ لوري فعالېږي. د سیمې هېوادونه فعالېږي او پر افغان سوله همنظره کېږي؛ د ټرمپ حکومت خپله توجه د جګړې پای ته راګرځوي او له نېکه مرغه طالبان هم فعال شوي، د خپل سیاسي دفتر دايره یې پراخه کړه او د سولې خبرو کې یې ګډون ته زړه ښه کړ.

له تېر دوبي راهیسې د طالب استازو او امریکايي لوري ترمنځ لږ تر لږه پنځه د لوړې کچې لیدنې کتنې شوې دي. تېرو دریوو میاشتو کې زلمی خلیلزاد درې ځلې راغی او د افغانستان په شمول یې د سیمې د مهمو هېوادونو دوره وکړه. د ده له ګومارنې وړاندې مېرمن الیس ویلز هم طالب استازو سره دوه ځلې کتلي وو. د خلیلزاد او طالب لوړپوړیو چارواکیو ترمنځ درېيمه ناسته د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې وشوه. په دغو دوو ورځنیو خبرو کې دواړو لوریو پر خپلو غوښتنو ټینګار کاوه. د طالبانو ټینګار د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وو او د امریکایانو غوښتنه دا مطرح کېده چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د دوی امنیت له ګواښ سره مخ نه شي.

خلیلزاد چې کله طالبانو سره له خبرې راوګرځېد، له خبرو یې له ورایه برېښېدل چې طالبانو سره کوم مهم توافق ته نه دی رسېدلی. د خبرو له دې پړاوه وړاندې داسې برېښېدل چې ښايي امریکا د خپلو پلویانو پر مټ طالبان اوربند ته اړباسي؛ خو د خبرو پای کې طالبانو ثابته کړه چې د نورو په امر او دیکته اوربند منلو ته نه تیارېږي. اوربند ښه دی؛ ځکه د وینو توېيدو مخنیوی په کې کېږي؛ خو داسې اوربند چې مقابل کې امریکایان هم د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو یو ګام پورته کړي.

د خلیلزاد د خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته، وال سټریټ ژورنال راپور خپور کړی چې ټرمپ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر نیمايي ته راکښته کوي. دمګړۍ افغانستان کې څوارلس زره امریکايي پوځیان مېشت دي چې د دغې شمېرې نیمايي اووه زره کېږي. ټرمپ ټول اړخونه، افغان حکومت، خپله اداره او حتا خپل استازی، زلمی خلیلزاد یو ډول غافلګیره کړل. هېچا دا نه ارزوله چې ټرمپ دې په دغه ډول او دومره ژر د پوځیانو د وېستلو پرېکړه وکړي.

د پوځیانو د وېستلو پرېکړه کولای شي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو روانې لړۍ سره مرسته وکړي؛ ځکه د ځواکونو وېستل د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وو. د ټرمپ دغه اعلان سره اوس د مذاکراتو اړتیا لا زیاته شوه او د دواړو لوریو بار لا دروند شو. اوس پکار دي چې دواړه لوري د دغه نوي انکشاف په تناظر کې د خبرو نوې او جدي لړۍ پیل کړي تر څو هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بشپړې وتنې ته لار اواره شي او هم امریکایانو ته ډاډ ورکړل شي چې افغانستان به په راتلونکي کې تاسې ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کوي. په ټوله کې، دغه نوی انکشاف باید سیاسي تفاهم ته طالبان او امریکایان لا نژدې کړي.

باید هېره نه کړو، چې د ټرمپ له نوې پرېکړې سره امریکایان د طالبانو عمده غوښتنې ته غاړه ږدي. له دې سره اوس طالبانو ته په کار دي چې راتلونکو اقداماتو ته دقیق او محاسبه شوی فکر وکړي تر څو د راتلونکي افغانستان نجات او خوندیتوب په کې تضمین وي. طالبان باید اوس ټولو کورنیو اړخونو ته د قناعت ورکولو هڅه وکړي تر څو د امریکایانو له وتلو وروسته د یو بل ناورین پر ځای، افغانان د تلپاتې سولې او ثبات پر لور ګام واخلي او د کابو نيمې پېړۍ بدمرغۍ پای ته ورسوي. که طالبان وتوانېږي چې د امریکایانو له وتلو وروسته د یوه تفاهم له لارې افغان لوریو سره ستونزه حل کړي، بې له شکه چې دا بریا به د امریکا له وتلو ستره هغه وي؛ ځکه د تفاهم له لارې به طالبان وکولای شي چې د نیمې پېړۍ غمیزه راټوله کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

لدى مفسدو او خاينو سره تفاهم ااسانه كار ندى، دوى توله تر تندى په فساد او خيانت كي غرق دي، ددوى مينه فسق او فساد او ددين او هيواد سره خيانت دى ، ددوى لپاره همدومره بس دى چي طالبان عمومي عفو ورته كوي، لدوى سره په خبرو كي ، امتياز او قدر وركول اشتباه او خطا ده. وبه وينى كومه ورز چي امريكايان په تيشته بريالي شي ددى چغالانو ساه به دمخه لا وتلى او يا تشتيدلي وي ، دويته بايد په توله تاريخ كي د ملي او ديني خاينينو په سترگه وكتل شي نه د يو زواك او… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

الله په قرآنکریم کی فرمایی : اۍ رسول جهادوکه له کفارواومنافقینوسر اوسختی پروکه ،شیطان الله په قرآنکریم کی فرمایی : هغه وخت چه شیطان الله وتراټۍ نوشیطان وویل تاسوزه دباباآدم پر سروترټلم نوزما داوعده ده چه زه به دباباآدم اولاده ګمراه کوم ،دۍ انسانان ونیستۍ ته رابول اوامردپحشاورته کوی هغه چه دالله مخلص بنده نوی دۍ دالله پرورکړه ایمان نلری پردنیایی یقین وی په ظلم غلااوبی انصافۍ یی ټولوی زماپیاد دی یوار داحمد شاه مسعود ورور ضیاء مسعود دکرزی دحکومت په دورکی ۵۵ میلیونه ډالردوبۍ ته نقد وړی ووپرایرپورټ یی ځنی ونیول انګریزانو ځنی خلاص کی دانګریزانوپه بینک کی جمع… نور لوستل »