افغانستان

نن د ولسمشریزې ټاکنو د نوماندانو نوم‌لیکنه پیلېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپاره شوي مهال‌وېش پر اساس به نن د نوماندانو نوم‌لیکنه پیل شي.

دا لړۍ به دوولس ورځې دوام ولري، چې پر شرایطو برابر کسان به پکې خپل نومونه ولیکي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنري ملیحه حسن تېر ماښام وویل، چې د نننۍ ورځې د نوم لیکنې لپاره «لږ او ډېر» تیاری نیول شوی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تر اوسه د محمد اشرف غني، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود د نوماندۍ خبر ورکړل شوی دی، خو د دې تر څنګ د نورالحق علومي، نورالرحمن لېوال او ځینو نورو کسانو د ممکنه نوماندۍ یادونه هم کېږي.

د ټاکنو کمیسیون د مهال‌وېش پر اساس نوماندان به د سلواغې له ۲۸مې د وري تر ۲۸مې د کمپاین دوه میاشتنی وخت ولري او د وري په ۳۱مه به ټاکنې ترسره شي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ او د کابل ولایت لومړنۍ پایلې هم لا نه دي څرګندې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x