د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه ناټو لا هم خاموشه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ امریکایي رسنیو راپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د خپلو ۱۴۰۰۰ پوځيانو شمېر په ويستلو فکر کوي او په دې اړه يې اړوندو مسؤولينو ته د پلان جوړونې دنده هم سپارلې ده.

په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده.

د دې پرېکړې له ګرم هرکلي سره سره لا هم د امریکا پر دې پرېکړه ناټو چوپه خوله ده.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال د ناټو غړو هېوادونو په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ، چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې ناټو دلته د «غوڅ ملاتړ ماموریت» په نوم جګړه ګرمه ساتلې ده.

د ناټو تړون یوې ویاندې اوانا لونګیسکو ازادي راډيو ته ویلي، چې دوی د بهرنیو چارو وزیرانو په تېره ناسته کې ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۴ز کاله به د افغان عسکرو ملګرتیا کوي، خو د امریکايي ځواکونو پر وتلو يې څه نه دي ويلي.

د بروکسل په هغه غونډه کې چې لونګیسکو يې یادونه کړې، اروپايي ټولنې هم ژمنه وکړه چې د طالبانو له راتګ وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ارګ له دې اعلان او د افغان ولس له هرکلي سره هم‌مهاله غبرګون وښود او ويې ویل چې د امریکایانو وتل به د افغان عسکرو پر روحیه کوم اغېز ونه لري.

د محمد اشرف غني ویاند هارون چخان‌سوري پر همدې یوه موضوع پر لپسې پنځه ټویټه وکړل او ويې ویل، چې د بهرنیو «دوستانو» وتل به کوم بده اغیزه ونه لري.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ۱۷زره دی او زرګونه نور قرادادي پوځيان هم شته، خو امريکايي رسنۍ وايي، چې د امریکايي پوځيانو او قرادادي ملېشو کره شمېر چا ته معلوم نه دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د