نړۍ

برتانيا: د هوايي ډګر الوتنو ۳۶ ساعتونو بنديدو سل زره کسان اغيزمن کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د برتانيا په دوهم لوی هواي ډګر ګاتويک کې د بې انسانه الوتونکو وسيلو (کوچنيو ډرون) کارولو له امله ددې هوايي ډګر الوتنې د ۳۶ ساعتونو له پاره ځنډېدلي دي او له هوايي ډګر څخه پورته او ښکته کېدونکي الوتکې يې له خورا سختې ګډوډۍ سره مخ کړې دي.

دا يو ډول ډرون ته ورته کوچنۍ الوتونکې وسيله ده چې له انسان پرته په کمه اندازه کې پورته کيږي خو د هوايي ډګر په شاوخوا سيمو کې چې د الوتکو پروزاونه له خنډ سره مخ کوي، الوت يې غير قانوني دي.

د برتانيا پولیس وايي چې د چارشنبې په ماښام لومړۍ الوتونکې وسيله په هوايي ډګر کې تاويدله چې د هوايي ډګر پروزاونه يې وځنډول او ستونزې يې جوړې کړي، چې د همدې ستونزې له امله يې د چهارشنبې له ماښام راهيسې بيا د جمعې تر ورځې پورې د الوتکو پروازونه ټکني کړل، خو د جمعې په ورځ يوازې څو ساعتونه الوتنې پيل شوې چې د بلې الوتونکې وسيلې د راڅرګندېدو خبر ورکړل شو.

د هوايي الوتنو د ځنډېدو له امله د څه باندې ۱۰۰ زره کسانو سفرونه ځنډېدلي دی.

پولیس وايي چې د بې انسانه الوتونکو وسلو کارول غير قانوني دي، په تور يې دوه تنه نیول شوي دي او په اړه يې څيړنې رواني دي.

د ګاتويک هوايي ډګر پولیس وايي، د بې پیلوټه الوتونکو وسیلو د “ناقانونه کارونې” په اړه جدي څېړنې دوام لري او له خلکو غوښتل شوي چې په دې اړه له پوليسو سره معلومات شریک کړي او وايي چې د دې وسيلو د کشفولو او خنثی کولو له پاره يې چمتو والی نيولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x