نظــر

د سولي د خبرو د راپيلېدو سره د هيواد او خلکو د کورنيو دښمنانو عجيبي غورځي پرځي

عبدالمنان څارن

لومړی خو بايد دا څرګنده کړم چي د هر هيواد کورني دښمنان د هغه هيواد دښمنان دي، نه نور څه او قوم او ژبه نه هغوی پېژني او نه بايد خلک کوم ځانګړی قوم په ګرم کړي.

تر دې راوروسته حقيقت دادی چي له کله څخه زموږ پر ګران او خواږه هيواد باندي روسانو وحشيانه تېری وکړ، زموږ د هيواد او خلکو کورنيو دښمنانو چي يو کوچنی اقليت جوړوي خولۍ په غوړو کي سوه، د شوروي ښکېلاک پر ضد د اسلامي او ملي جهاد په دوره کي ښه شتمن او ځواکمن سول او د افغانستان پتمن او مجاهد ولس ته د ډول ډول بدمرغيو راوړونکي سول. په تېره دوی تر جهاد وروسته زموږ ټاټوبي او ولس ته داسي ناخوالي راوړې چي زموږ د هيواد په مخکني تاريخ کي هيڅ ساري نه لري. دوی په خپلو ناوړو کړنو، خيانتونو، يو پر بل غورځي، جنګ وجدلونو، وژنو، شر او فساد، جاسوسيو، غلاوو او د ولس تر منځ بې اتفاقيو اچولو زموږ د اتل ولس بريالی جهاد داسي بدنام او ناکام کړ چي د خلکو يې ان د جهاد له نامه څخه بد راوستل او خپل او پردي يې ټول هم پر خپلو ځانونو او هم پر افغان مسلمان او وياړلي ملت وخندول. د هيواد پلازمېنه د کابل تاريخي او ښکلی ښار يې په کنډواله بدل کړ. په زرګونو افغانان يې ووژل او د نورو سره يې اريانوونکي او شرموونکي فجايع تر سره کړل او د جګړو او کينو او ضد په اورونو کي يې په ډېره بده توګه داسي وکړول چي زموږ په تاريخ کي يې ډېر بد او تور باب پرانيست. بيا چي ولس د دوی له دبړه ماريو او جنايتکاريو څخه د طالبانو په رامنځ ته کېدو سره د هوسايۍ ساواخيسته د هغو د بيا کړولو او د پرمختګ له کاروان څخه د هيواد د لا زيات ګوښه کولو په موخه هره خوا وځغاستل را وځغاستل. د ډېرو پردو د دروازو چارچوبونه يې مچ کړل، غلامۍ او جاسوسۍ يې ورته وکړې، چي د دوی د مذبوحانه تلاښونو او ځينو نورو لاملونو په پايله کي د امريکايي ښکېلاکي ښامار په سردمدارۍ د لوېديځ تقريباً ټولو داړه مارانو زموږ پر جګړه ځپلي هيواد هجوم راوړ او د دې وحشيانه يرغل سره يو ځل بيا د دغو زموږ قسم خوړلو دښمنانو خولۍ په غوړو کي سوه او دا ځل يې په بل ډول او نوې بڼه نورو ډول ډول جنايتونو ته ملاوتړل.

په تېرو نژدې اتلسو کالو کي په هيواد کي د دغو کورنيو او امريکايي دښمنانو د چپه غوبل په سبب په ټول هيواد کي د کلمې په واقعي معنا شاوخوا ۳۵ مليونه مسلمان افغانان په يو ډول نه يو ډول مظلوم واقع سوي دي. په دوی کي هغو هيوادوالو ته بيا چي په کليو او بانډو کي اوسي د وحشي امريکايي پوځيانو او کورنيو مزدورو عسکرو د چنګېزي مظالمو له امله خپل کلي او ټاټوبی سره تبخي ګرځېدلي دي. نور ډېر وطنوال مو هم سر بېره پر دې چي د ظالمانو نادودي هم زغمي، د هغو د شر، ښکېلاک او جګړو په لار اچولو له شامته د بې کاريو، له علم او زده کړو څخه د بې برخيو، تاوانونو، لالهانديو او سرخوږيو څخه ډېر سخت کړيږي او د ناامنيو، سړي تښتونو، غلاوو او نورو ډول ډول زړه بوږنوونکو ستونزو سره لاس او ګرېوال دي. بله ډله چي په وسله واله مبارزه، شتو، تبليغ، سياست، قلم او کتاب، دعوت، نظر څرګندولو او داسي نورو د خپل هيواد او خلکو څخه دفاع کوي سرونه ښندي، ډول ډول ربړي، محروميتونه، ګواښونه او ستونزي ګالي او په زندانونو کي د بخولو ډکي شپې سباکوي. مطلب هيواد او هيوادوالو مو د ډول ډول ناخوالو، بدمرغيو، ويرونو او کړاوونو څخه ترپوزي راغلي دي.

په دغسي بد او زړه بوږنوونکي حالت کي زموږ پر هيواد او خلکو باندي د دغسي بدمرغيو په راتلو کي برخه لرونکو کورنيو دښمنانو مېلې وکړې او ښه غوښن او شتمن سول. امريکايي او نورو بادارانو يې د خپلو او نورو هيوادونو د ډالرو او پيسو ولې پر را وبهولې، د نانځکو غوندي يې جوړ او پالش کړل، د ډېرو ږيري، افغاني کالي او کړه وړه په خريلو يا کونډيو دم بودنه يا د نوو سټايلونو سره سمو ږيرو، ډول ډول جوړو کړو سرتورو سرونو، درېشيو او نيکټايانو بدل سول، محجبي ښځي يې له کورونو څخه لوڅي او سينګار ګړي راووتلې، د کفري ديموکراسۍ په پلوي او پيروي د هيواد په دننه او دباندي کي يې بې له محرمه سفرونه او چکرونه پيل کړل، دواړو ډلو ته کاذب شهرتونه او شخصيتونه ورکړل سول. د امريکايي سياست او پاليسيو سره سم په قصدي او عمدي ډول د غلاوو او اختلاسونو لاري پرانيستي ورته پرېښودلي سوې. پر دې سربېره د هغو ولي نعمتانو د امريکې او زموږ د هيواد د دولتي پانګو او د امريکې او زموږ د خلکو له ګرالبو او جيبونو څخه د لویو لويو معاشونو، امتيازونو، چوکيو، لوکسو کورونو، باډي ګارډانو، ضد مرمۍ او لوکسو موټرونو او بې له استحقاقه وزارتونو او رياستونو او ارګاه بارګاه، د هيواد په دننه او دباندي کي د امنيتي او نورو شرکتونو او پانګو خاوندان کړل. د دې ټولو شتمنيو او امتيازاتو په بدل کي دغو د هيواد او خلکو کورنيو دښمنانو د هيواد د بربادۍ او د خلکو د ځپلو په موخه د پردو غليمانو هر امر پر ځای کړ، هر ډول چوپړ يې ورته وواهه او ډول ډول ملي خيانتونه او تاريخي جنايتونه يې وکړل.

کاشکي د هيواد دغو کورنيو دښمنانو د دغو باد راوړو مادي شتمنيو پر خوړلو او لوټولو بسنه کړې وای. له بده مرغه له دغو دبړه مارانو څخه ډېرو يې له دغو ډول ډول امکاناتو څخه په استفاده ځانونو ته د اوباشانو او لنډغرانو ډلي، د قاچاقبريو بانډونه او شخصي زندانونه جوړ کړل، د زور او ځواک جزيرې او مناطق يې ايجاد کړل. د پردو غليمانو په پيسو، هڅونو او امکاناتو يې تش په نامه سياسي ګوندونه او ډلي ټپلي جوړي کړې او له دغو پشتوانو، وسله والو، زور او زر څخه په استفاده يې ملي او د عوامو ځاني شتمنۍ په پېخر ولوټلې، دوی او باداران يې درګرده لګيادي زمو کانونه او نوري تر ځمکه لاندي زېرمي غلاکوي، د دولت پرعوايدو او د بيت المال پر دارايي ګانو او پورونو يې خېټي واچولې، په زرګونو هکتاره حکومتي او د خلکو ځاني ځمکي يې غصب کړې، چي د دوی د دې ټولو خيانتونو او بې ايمانيو په پايله کي زموږ هيواد وال د اوس په شان بې وزلي سول، هيواد مو د نړۍ د تمدن له کاروانه د سلو کالو لپاره پر شا وتمبول سو او دادی اوس د هيواد په هر ګوټ کي عام وژني، جګړي، لوټمارۍ، اداري فساد، د ملکي او نظامي منسوبينو، اربکيانو او غير مسؤولو وسله والو بانډيستانو خپلسرۍ، غلاوي، سړي تښتوني، قاچاق، نا امنۍ او نه مصئونيت بې داد کوي.

لکه چي پوهيږو زموږ دغه کورني دښمنان هر وخت د مادياتو، د دې غوړ هډوکي (حکومت) او چوکيو پر سر يو د بل سره په شخړو اخته وي او تر ګرېوانو يې سره نيولي وي. دغه شخړي او مخالفتونه د ع وغ په ګډ حکومت کي تر بل هر وخت اوج ته رسېدلي دي. خو له کله څخه چي امريکايان د طالبانو سره د سولي خبرو ته حاضر سوي دي، د هيواد او خلکو د دغو دښمنانو په ځانونو کي لکه اور چي توی سوی وي. سره د دې چي خبري د طالبانو او امريکايانو تر منځ رواني دي او د طالبانو سره د خبرو لپاره د دغو عناصرو، په تېره د غير دولتي کسانو د پلاوو ټاکلو او طالبانو ته د هغو د استولو هيڅ اړتيا نسته، هغو د سولي د خبرو په اړه يو عجيب اشت ومشت جوړ کړی دی.

اشرف غني سره د دې چي طالبانو په کراتو مراتو ويلي دي چي موږ د امريکايانو د غلامانو سره هيڅ خبري نه کوو، خو هغه پر دې خبرو غوږونه کاڼه اچولي دي او درګرده لګيا دی کله د طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره بورډ جوړ کړي، کله د سولي مشورتي بورډ جوړ کړی، کله هم د سولي د خبرو لپاره پلانونه جوړوي، کله هم ادعاوي کوي چي بس په دې څو ورځو کي زموږ او طالبانو ترمنځ خبری پيلېدونکي دي او په دې وروستیو کي خو يې د سولي بورډ په نامه پلاوی بېخي دبۍ ته ور واستاوه اما نه داچي د طالبانو استازو خبري ور سره ونه کړې، په هغه هوټل کي يې لا د اوسېدو ځای نه ورکاوه چي طالبان پکښي اوسېدل. بس دا نو هغه متل سو چي وايي:«زه دي باغ نه وينم نه وا تارو درغی».

له بله پلوه دا نور دبړه ماران درګرده لګيادي ډول ډول ډرنامي يې پیل کړي دي، هره ډله کوښښ کوي چي د طالبانو سره د خبرو او د هغو د لاسونو د مچولو د شرف او عزت د ترلاسه کولو پلاوي وټاکي. بس پر دې باندي په کابل کي يوه عجيبه مسابقه روانه ده او د خبرو، درواغو، رايو او نظرونو ورکولو يو عجيب عام کلب جوړ سوی دی. دا چي نورپردي د سولي د خبرو په باب څونه ډول ډول او چپه او راسته نظرونه ورکوي او ښکرور درواغ وايي او دوی يې په شد او مد ور انلارجوي دا خو لا بېله خبره ده.

زه نه پوهېږم چي د هيواد او خلکو دغه دښمنان د دوی د دې دغومره خيانتونو او جنايتونو سره سره څنګه نه شرميږي چي د طالبانو سره د روغي جوړي د خبرو لپاره چي هغو هيڅ دعوت کړي نه دي د بې سته مېلمه غوندي د پلاوو د ټاکلو په سياليو لګيا دي.

دا چي طالبانو ويلي دي چي موږ د حکومت سره خبري نه کوو، خو د نورو افغانانو سره خبري کوو، خو د افغانانو سره به خبري کوي نه د افغانانو د وژونکو او د هغو د جنايتکارو کورنیو دښمنانو سره. که طالبان د ګډ حکومت د چارواکو سره په دې خبري نه کوي چي هغوی د امريکايانو غلامان او لاس کښېنولي دی، نو دا نور څوک دي؟ د دې نورو په باب د فارسي دا متل خو در په ياد کړئ چي وايي : «سګ زرد برادر شغال است».

توبه الله جل جلاله مو دي له ازميښته او د دغو داړه مارانو له نور شرارته وساتي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

جزاكم الله خير

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x