د امریکایي ځواکونو وتل؛ ولسي خوښۍ او تمې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اړوند خبر ورکړ، په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده.

دوی پر طالب غږ کړی چې له تېر تاریخ نه په تجربې دا باید ثابته کړي چې لکه څنګه يې جګړه وګټله، دغسې د سولې او ارامۍ په غېږ کې حتی خپل هغه دښمن ته چې د امریکايي تر څنګ د ده په مرګ پسې ګرځېده، مینه ورکولی شي.

سیاسي شنونکی او لیکوال عبدالرحیم ثاقب پخپله یوه تبصره کې همدا څرګندونه لري: «همدا وخت ټول خلک او حتی ټوله نړۍ د طالب شهامت ته انتظار ده، طالبانو لکه چې د خپلو ککریو په بیه يي هیواد له امریکايي اشغاله وژغوره باید دا متانت هم ولري چې ټول افغانان د هغوي له ملاحظاتو سره سره پرځان راټول کړي، مینه ورکړي، خواخوږي ورسره ښکاره کړي او نور په هیواد کې د جګړې او وینې تویه ولو ضرورت پرې نه ږدي.»

ټولنیز فعال شفیع اعظم پر هغو خلکو غږ کړی چې هېواد د امریکا پر قباله بولي او انګېري چې بهرني ځواکونه باید ونه وځي: «هغوی چې پرون د روسانو ملګري وو او فکر يې کاوه چې روسان به تر ابده دلته وي هماغسې خطاوتي وو لکه ننيو چې فکر کاوه امريکا به د تل لپاره د دوی تر څنګ وي. خلقيان او مجاهدين ځکه ورک نشول چې افغانان وو او طالبان هم نه ورکېږي ځکه دوی هم د همدې ديار دي.»

هغه د پېغورونو ژبه د کبر نښه بللې او زیاته کړې يې ده: «اوس بايد ټول لوري پر دې فکر او ذهنيت برابر کړي چې څرنګ يو بل سره ګډ ژوند کولای شو. ګډ کار وکړو او اوږه په اوږه دا افغانستان د سيالانو سيال شي.»

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پر هڅو د حکومت نیوکې شرموونکې بللې دي، هغه په طنزي انداز لیکلي: «جان کیري یې چې لاسونه جګول، ورته جېنګه خوله خوشال وو، اوس چې خلیلزاد د سولې خبرې کوي، وایې زموږ په کارونو کې مداخله کوي!»

عبیدالله هاشمي د طالب مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغې وینا ته اشاره کړې، چې د وخت ولسمشر بوش له خپلو پوځيانو او الله جل جلاله له موږ سره د بریا ژمنه کړې ده.

هغه لیکلي: «ملا محمد عمره د وطن دښتې، غرونه او هر څه دې ارمان کوي، ته چیرته یې!
عسکرو دې هغه وحشي امریکا چې تا یې ۱۷ کاله مخکې د شکست پېشګويي ورکړې وه نن د ټولې نړۍ په مخکې د ماتې په درشل ودروله، کاشکې دا ستره بریا دې په خپلو سترګو لیدلې وای!»

انجینر نظر محمد مطمئن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د غرور پر ځای باید د الله جل جلاله ستاینه وکړو: «د امریکایې پوځیانو وتل له افغانستان څخه په تواضع کولو، د الله ج حمد او ثنا او نفل لمونځ کولو ولمانځئ، غرور او تکبر د شیطان خصلت دی!»

خیر الله شینورای بل ټولنیز فعال دی، چې له امریکا يې د دې اعلان د عملي کېدو هیله کړې هم يې پر ولس د یووالي غږ کړی دی: «هيله ده چې دا مسله د امريکا د حکومت له لوري رسما اعلان او عملي شي، مونږ بايد د کوچنيو اختلافونو او خپلمنځي طبعخوشيو ور هاخوا د نېشن بلډنګ اصلونو ته په پام سره د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو د ساتلو او پاللو په موخه يو ځای کار وکړو، سوله داسې يوه پروسه ورګرځوو چې د هيواد دائمي ثبات پکښې يقيني کړو، د حکومت جوړونې، قانون جوړونې، بنسټونو او تشکيلات جوړونې معياري اصلونو ته په رجوع سره د مملکت اساسات راټينګ کړو!»

امریکا د ناټو د شاوخوا ۳۹ غړو هېوادونو پر پوځي ملتیا په ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، د اسلامي امارت واکمني يې له منځه یووړه، سلګونه علما‌‌ء او روحانیون يې زندانیان او شهیدان کړل او تېرو اتلسو کلونو کې يې زرګونه بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط کوم وخت چي د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان باندي فوځي تيري وکړ. د افغانستان او د نړی د مسلمانانو په زړونو باندي يي په زهرو لړلي خنجر باندي داسي ګزار وکړ ، چي هغه زړونه تر دې شېبو پوري هم هغسي ژوبل ، او ځينو خو بيا د هغه ظالمانه ګزار څخه حق ته ساه وسپارل . متحده ايالاتو او په ځانګړيتوګه دهغه وخت جمهور ريس بوش او جنرالانو يې دافغانانو تاريخ نه وو لوستلی او که لوستلی وو، بيا خو په خپل فوځي ځوک دومره مغرور سوی وو. چي دشوروي اتحاد ماته او… نور لوستل »