ترکيې هم د سولې برخه کې د مرستې ټټر وهلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ترکيې دفاع وزیر کابل کې له محمد اشرف غني سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې لپاره همکارۍ ته تیار دي.

خلوصي اکار، تېره ورځ کابل ته را ورسید، نوموړي په ارګ کې د حکومت له یو مشر او د هغه له پلویانو سره ولیدل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، خلوصي اکار، ویلي چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ تر څنګ د ښځينه عسکرو د روزنې لپاره هم تیار دي.

د سرچينې په وینا دواړو لورو د سیاسي، امنیتي او فرهنګي اړیکو پر ټينګېدلو ټینګار کړی دی.

ترکیه هم د امریکا په مشرۍ د ناټو د غړو هېوادونو پر افغانستان د یرغل په اشر کې برخه وال هېواد دی، چې د ډاکټر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم ورسره نږدې اړیکي لري.

خلوصي اکار په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې امریکا له افغانستانه د عسکرو پر ایستلو غور کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ترکان زموږ مسلمان ورونه دي، له کله څخه چي عثماني دولت(اسلامي خلافت) د دغو شريرو لوېديزيانو د توطئو له امله ړنک سو بيا مسلمانانو د دوی له لاسه روغه ورځ نه ده ليدلې. اوس چي ښاغلی اردغان خپلو او د نړۍ مسلمانانو ته د کومک او خدمت ټټر وهلی دی، نو د دغو توطئه ګرو په تشکيل کي چي يې زموږ هيواد ته د مرګ ژوبلي کوم ماهرين(پوځيان) رالېږلي دی دا دي د مهربانۍ له مخي بيرته ور وغواړي، او د هغو پر ځای دي زموږ د هيواد په ودانولو او زموږ د خلکو سره په کومک کولو کي د… نور لوستل »