نظــر

د امریکايي پوځیانو وتل او د افغان سولې نوي فرصتونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړي، نه یوازي د طالب له ادرسه؛ د دوی راتلونکی له داسي برخلیک سره مخ کولای شي، لکه د ځینو نورو ګوندونو کړنې او جوړښتونه. مهمه دا ده چې له یوه ادرسه د افغانانو په استازیتوب خبرې وشي چې نن طالب په دغه موقف کې دی.

ډاکټر خلیلزاد یوه کورني ټلویزون سره مرکه کې ویلي چې د طالبانو سرې کرښې د بهرنیو پوځیانو وتل او د امریکا سرې کرښې له افغانستان څخه بیا ځل نه تهدید دی. طالبانو په ډیر روښانه ډول ویلي او وایي چې ګاونډیو، امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو ته به له افغانستان څخه کوم تهدید او خطر متوجه نه وي.

امریکا چې لا هم فکر  کوي، طالبان به نرمښت وښيي، او یا دا چې ځینو هیوادونو امریکایانو ته ورته ژمنې ورکړي، که د طالبانو په هره کچه او هره مرکچې ډله له امریکایې هیئت سره مخ کیږي، بیا هم د طالبانو غوښتنه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وي. او دا د مذاکراتو د پرمختګ لپاره عقلاني او رښتوني غوښتنه هم ده.

که امریکا  په سېمه کې د خپلو پوځیانو شتون غواړي، په دي معنی ده چې امریکا په سېمه کې نا  امني غواړي، پرته له شکه، د امریکایې پوځیانو د شتون له  امله به افغانستان کې نور د امریکا د ګټو مخالف هیوادونه لاسوهنې کوي، او نا امني به جریان پيدا کوي. دغه تحلیل اوس ډېره حقیقي بڼه غوره کړې. کله چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې وینو، ګومان نه کېږي چې د اوږدمهاله پوځي شتون په صورت کې به دوی خاموشه پاتې شي.

که امریکا  او ملاتړي هیوادونه یې، بیا ځل د مري – اسلام اباد تر خبرو وروسته؛ ناکامه تجربه باندي فکر  کوي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو مخکېنی مشر منصور صاحب قرباني شو، نه یوازي د سولې خبرې به ټکنۍ شي، بلکې د ماسکو فورمټ محور لړۍ به لا زیاته قوي، او طالبان به لا زیات جګړې ته مجبوره کیږي.

افغان دولت، امریکا او طالبانو ته په کار ده چې د سولې هڅې کوونکو  نا پېیلو افغانانو  سره لا زیاتي مشورې وکړي، هغوی ته تهدید او د هڅو مخه نیول یې هیڅ لوري ته ګټه نه لري.

د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو کې پر امریکا / ناټو فشار شتون ولري، په کار ده چې د ماسکو فورمټ غونډو لړۍ دوام وکړي، قوي شي، همدارنګه د  سولې مذاکراتو محورې کېدل او له پاشلو هڅو یې مخنیوي وشي. ماسکو فورمټ هغه د فشار ټکی دی چې ښايي امریکایان مذاکراتو کې ډېر نرمښت ته اړباسي.

که خلیلزاد غواړي چې د سولې هڅې یې منفي ونه ارزول شي، ښه ده چې د افغان – امریکایي پوهنتون بندي استادانو تبادله باندي له طالبانو سره توافق ته ورسیږي.

امریکا او ورسره ملګري هیوادونه (د افغان حکومت په شمول) فکر کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندي سېمو کې د ملکي خلکو وژنې او پر کورونو بمبارد  پر طالبانو فشار دی، ولي نتیجه یې کاملاً سرچپه ده، په سېمو کې د امریکا د یاد جنایت له امله لا زیات ځوانان د طالبانو سره ملګري کیږي.

پاکستان پر افغانستان د امریکا د برید له امله هم له امریکا / ناټو څخه ډیر امتیازات واخیستل، اوس غواړي چې د افغان سولې برخه  کې له امریکا / ناټو، طالبانو، افغان حکومت او سېمې هیوادونو څخه امتیازات واخلي، جدي غور په کار دی چې څه ډول د پاکستان د ډیر امتیاز مخه د ښکېلو هیوادونو او ډلو لخوا ونیول شي.

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ ناستې اړوند شرایط وړاندي کړل، چې افغان حکومت دي له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کیدو اعلان  او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

دا چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو پر لارو فکر کوي، او کله چې امریکا د وتلو تیاری نیسي، امنیتي تړون هم کوم ارزښت بیا نه لري، که افغان حکومت یې په اړه غور وکړي، سولې ته د رسېدو لاره لنډیږي.

دا خبره واضح کول په کار ده چې طالبانو د افغان حکومت له مهمو چارواکو سره د ښه نیت لېدنې ځینې وختونه شوې، خو د پرمختګ پر ځای لا زیات خنډونه پيدا شوي، او د لیدنو څخه منفي ګټه پورته شوې، او لا زیات پر طالبانو د فشار هڅې شوې.

په کور دننه د سیاسي ګوندونو د یووالي هڅې روانې دي، چې د طالبانو په وړاندي ګډ دریځ ولري، که د مثبت فکر لپاره دا کار وشي؛ ښه ده، او که له طالبانو سره د مقابلې او خپلو شخصي ګټو په موخه وي،  افغان ولس هر وخت د دوی د ګټو قرباني شوی.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه چې له افغانستان څخه به د دوی نیمایې پوځیان دوو میاشتو کې باسي، د دفاع وزیر مټیس د استعفی یو له نورو لاملونو ګڼل کیږي، همدارنګه ټرمپ د دې مهې پریکړي اړوند له ناټو هیوادونو او اروپایې ټولنې سره هم سلا او مشوره ونه کړه، چې کيدای شي د ناټو غړي هیوادونه هم ماڼیجن او د ورته یوې پریکړې لپاره فکر وکړي.

ځینې انديښنې شته چې قطر هیواد اړیکې به له طالبانو سره په اماراتو کې د وروستۍ غونډې له امله کم رنګه شي، ولي طالبانو د خپل ښه ملګرتوب ازموینه د خپل نظام او په تیرو ۱۷ کلونو کې ورکړي، فکر کوم چې د غونډې اړوند د قطر هیواد رضایت به اخیستل شوی هم وي.

موږ سوله د جګړې د ختم او هر افغان ته د سولې او امن  لپاره غواړو، طالبانو ته په کار ده، که امریکایې پوځیان له افغانستان څخه وځي، خپلو سیاسي او نظامي رقیبانو ته څه ډول د ګډوډۍ او غچ اخیستني څخه د مخنیوي ډاډ ورکولای شي. او بیا ځل وسلوالې ډلې د خپلو شرایطو پر بناء د  مجبوریت له امله جګړې کولو ته مخه نه کړي.

په کار ده چې افغانستان د نړیوالو لخوا بیا ځل هیر نه شي، او که امریکا پلان لري چې له افغانانو خپل غچ واخلي، نو کورنۍ جګړې ته به لمن ووهي، د مخنیوي لپاره یې تر ټولو ستر مسؤلیت طالب، افغان سیاستوال او په ټوله کې افغان ولس ته راجع کیږي.

په دي حساس وخت کې د طالب هره څرګندونه  او کړنه باید په حساب وي، د دوی څرګندونو ته په کور دننه او بهر ټول متوجه دي، باید په خپلو څرګندونو کې سولې ته رسیدو، او ولسونو ته ډاډګیرنه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

کله چه د مجاهدینو حکومت جوړیده،نو له مجاهدینو څخه لاره ورکه وه ،چه څنګه یی جوړ کړو؟ایخوا او دیخوا به سره تیشتیدل .چه وخدایه څه وکړو؟ اخر برهان الدین ربانی ماغزو کار وکړ،او جنرال حمید ګل ته د افغانستان رادیو د لاری وویل چه زر تر زره کابل ته راشه حکومت جوړولو کی مرسته وکړه،
نو اوس د کویټه شورا ،پښاور شورا، ټول ایخوا دیخوا سره تیښتی، ډیر زر به سیاسی ،نظامی مشاورین را دعوت کړی،

لونګ

مشره طالبان خو د حکومت جوړولو تجربه لری نو ولی د پشاور او کویټی شورا ګانی هاخوا او دیخواته منډی وهی. څه ښه امارت یی جوړ کړی وو. نه کار وه نه روزګار، په والله چی د یوه تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی وهلی. څومره ښه حکومت وه چا تلویزیون نه پیژانده څه رسه کمپیوتر او مبایل.

عبدالمالک همت

« له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. » هغو ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو څنګه د امريکا د ټولو پوځيانو وتلو تمه وياړ باله سي؟ بل « دا خبره واضح کول په کار ده چې طالبانو د افغان حکومت له مهمو چارواکو سره د ښه نیت لېدنې ځینې وختونه شوې » . دا ليدني کله او چيري سوي؟… نور لوستل »

هوتک

په هیواد کې ښکیلې خواوې اړ دي چې د سولې ټول امتیازات باید افغان ولس ته وروبښي تر څو دوی سوکاله ژوند وکړي باید د پاکستان جدي غور په کار دی چې څه ډول چې کیږي د پاکستان د ډیرامتیاز اخیستو مخه ونیول شي. طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ ناستې اړوند شرط د امنتی تړون ملغا اعلانول په ګوته کړي که امریکایان له افغانستان څخه د وتلو هوکړه کوي په هغه صورت کې امنیتي تړون کوم ارزښت نه لري، دا نو اوس په افغان حکومت پورې اړه لري چې د مذاکراتو لړی را لنډه کړي. افغان با نفوذو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا خبره جه طالبان خپله د مظلوم اولس په نمایندګی جهاد کوی یعنی مظلوم اولس جهاد کوی ، دا خبره چه ټول امیتازات باید افغان ولس ته ورکړی شی ناسمه خبره ده داسی که وویل شی هغوی چه جهاد کوی، دمجاهدینو سره لاس اړونه لری یا یی لږ تر لږه پلویان دی د سولی امتیازات د هغوی او مجاهدینو دی او هغوی ته افغان ولس او افغان ولس مجاهدینو ته ویل کیږی . هغوی چه قربانی یی ورکړی ځانونه یی پکی وژلی، رټلی او شکنجه کړی کورنی یی پکی درجن بس له منخه تللی د هغو په ځآی داسی افغان… نور لوستل »

لونګ

ښه تحلیل. خو پدی هم باید پوه شو چی د ټولو امریکایانو وتل يه یو وار سره ملک انارشییزم او تباهی ته سوق کوي. یوه فاجعه به منځ راځی او ډیری خلک خو لا لپخوانه لوږی او قحطی پسی اخیستی دي. طالبان دی داسی یو سیاست غوره کړی چی له امریکایانو نه د تدریجی وتلو مهال ویش تر لاسه کړی، نړیوال ضمانت واخلی، او هم په جهانی سطح باید د افغانستان د بیا ودانولو ضمانت حاصل کړی. که چیری طالبان هماغه د امارت سیستم یو وار بیا دلته تجربه کوی هماغه مثل دی چی وایی: آزموده را آزمودن خطاست. چی… نور لوستل »

جميل

وبه يې لري انشا الله مطمئن صاحب اسلام عليکم ورحمته الله خيرمو په نصيب شه، پاک الله(ج) د هرې نيکی بدله ورکوي که څه هم هغه به مونږته ډيره وړه وي. افغان ولس د چا نيکې نه هيروي که څه هم چي يوه نيکه خبره يې ورته کړی وي . تاسود غلامانو پروا مه کوی ،که مونږ دا ومنو چي کوم عقل او شعورچي مونږيې لرو دا الله(ج) پيرزوينه ده نو هرو مرو به مولاره هم د هغه وي اوهدايت او نور به هم پيرزوکړي انشا الله څنګه چي همت صاحب هم سپارښتنه درته کړيوه ، احتياط کوه ،اوس لا… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x