افغانستان

پاکستان کې د افغانستان نوي سفير خپله دنده پيل کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخيلوال له خپلې دندې استعفا ورکړه په ځای يې د روان کال د ستمبر په ديرشمه نېټه د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل وټاکل شو، چې پرون يې په رسمي توګه خپله دنده پيل کړه.

حضرت عمر زاخيلوال د ۲۰۱۶ ميلادي کال په فرورۍ کې په اسلام اباد کې د پاکستان د سفير په توګه ټاکل شوی و.

لطف الله مشعل د روانې مياشتې په شلمه نېټه اسلام اباد ته لاړ او پرون يې په رسمي توګه په دې هيواد کې د افغانستان سفارت کې خپله دنده پيل کړه.

تيره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کې په دې اړه جوړه شوې غونډې ته په وينا کې عاطف مشعل د پخواني سفير حضرت عمر زاخيلوال د خدماتو ستاينه وکړه او د خپلو پلانونو په اړه يې خبرې وکړې.

لطف الله مشعل وويل چې له پاکستان هيواد سره به ښې سوداګريزو او سياسي اړيکو پاللو ته زمينه برابروي او په دغه هيواد کې به د ميشتو افغان کډوالو بيلابيلو اړتيا او ستونزو ته رسيدګي کوي.

لطف الله مشعل په داسې حال کې په پاکستان کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل کيږي چې په دې هيواد کې د افغان کډوالو د بيلابيلو ستونزو ترڅنګ په تعليمی برخه کې د نصاب په سر شته جنجال لاهم حل شوی نه دی او له څلورو مياشتو تيرېدو وروسته لاهم افغان کډوال په ښوونځيو کې د زده کړو کتابونه نه لري.

د يادونې وړ ده چې له نږدې دوو کلونو راهيسې په پاکستان کې د افغان کډوال د ښوونځيو د نصاب په پاکستاني کولو کار روان دی خو افغان کډوال شکايت کوي چې دوی په خپله مورنۍ ژبه په ښوونځیو کې تعليمي نصاب غواړي.

يو شمير افغان کډوال بيا وايي چې د نصاب په مسئله کې د افغان سفارت او کونسلګرۍ خاموشۍ انديښمن کړي دي او زياتوي چې د نصاب په اړه د سفارت او کونسلګرۍ خاموشۍ پوښتنې راپورته کړي دي چې ښايي په دې اړه معامله شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x