
غزني؛ د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هیڅ تیاری نه سترګو کېږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): غزني کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي تر اوسه يې ان د دې ولایت په مرکز کې تیاری نه دی نیولی.
د دې کمیسیون عملیاتي مرستیال کریم جمال وايي، دوی تر اوسه په دفتر کې کارکوونکي او مواد لا هم نه لري.
هغه د دې تر څنګ دا دعوه هم وکړه چې څو میاشتې وړاندې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر غزني ښار کې یو څه ترسره شوی دی.
غزني کې وروسته له هغه د ولسي جرګې ټاکنیزه پروسه له بنبست سره مخ شوه، چې اوسېدونکو يې په ټاکنیز دفتر کې پر ګمارنې نیوکې وکړې.
له هغه وروسته د دې ولایت پر مرکز د طالبانو پراخ برید هغه پېښه وه، چې د ټاکنو پروسه يې لا هم شاته ټېل وهله.
د ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د غزني ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه نن پیلېږي.
غزني کې د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د رایه ورکوونکو نوملیکنه به د مرغومي په ۱۵مه ترسره شي.
په ورته وخت کې د غزني مدني فعالان په ژمي کې د ټاکنیز بهیر پیل ستونزمن بولي او هم له څو محدودو ولسوالیو پرته په ټولو کې د طالبانو پراخ نفوذ بله اندېښنه ګڼي.
تر اوسه لا هم ولسي جرګه کې د غزني هغه وکیلان استازیتوب کوي، چې نږدې نهه کاله وړاندې ټاکل شوې او ټول يې په دې ولایت کې له یو اقلیت قوم څخه دي.