افغانستان

«ګڼ خصوصي پوهنتونونه د پیسو په بدل کې اسناد پلوري»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): کابل ښار کې د خصوصي پوهنتونو ګڼ شمېر يې پر دې تعلیمي بنسټونو باورونه کمزوري کړي او کیفیت يې خورا ټیټ ګڼل کېږي.

د کابل پوهنتون محصل غلام مصطفی وايي، یوازې کابل کې نه؛ بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ پوهنتونونه د پیسو په بدل کې سندونه پلوري.

هغه وايي ننګرهار کې يې یو موټر چلوونکي ملګري په یاد ولایت کې له مشهور خصوصي پوهنتون څخه داسې د طب اسناد تر لاسه کړل، چې د داخلې او اسنادو اخیستو لپاره يې هم خپل کاکا ور لېږلی و پخپله يې د پوهنتون دروازه هم لیدلې نه ده.

کابل ښار کې په تعلیمي چارو کې بوخت کسان د پوهنتونونو له لوري یوازې د اسنادو پلور خطرناکوونکی وضعیت بولي، د دوی په وینا نه یوازې ځينو ټولنیزو څانګو، بلکې قانون، طب او تر دې حساسو مسلکونو کې هم داسې کسانو ته اسناد ورکول کېږي چې درسونه يې لوستي نه وي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط راته وویل، له بهرنیانو سره يې یوه کمپنۍ کې دنده درلوده، درسونو ته يې رسېده‌ګۍ نه شوای کولی، ځکه يې یو خصوصي پوهنتون کې داخله وکړه، چې له ورتګ پرته يې اسناد ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رییس محمد امیر کامه‌وال هم دا ستونزې نه ردوي، خو هغه د څار او کنټرول لپاره د خپلو کسانو کمی پلمه کوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې ټول ریاست کې پنځه ویشت کسان لري چې د ټولو پوهنتونونو ارزونه ورته سخته ده.

د یادې سرچینې په وینا ګڼ پوهنتونونه «خیالي محصلین» فارغوي، چې پر تعلیمي بسټونونو يې بې باوري پیاوړې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دې ته وايي علمي خيانت. زموږ اولادونه چي په بهر کي د تحصيل چانس نه لري، په دننه هيواد کي په خصوصي پوهنتونونو کي د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره خوارۍ کاږي او پيسې پر ور کوو او موږ خپله هم ورسره اوګاره يو. خو نور له دغسي لارو (هم د بهرنيو پوهنتونونو او هم د کورنیو پوهنتونونو) په جعلي اسنادو ښاغلي سوي او د پردو غليمانو سره د اړيکو له برکته يې پر لوړو دولتي پوسټونو خيټي اچولي دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x