نړۍ

دیمن په تاریخ کي څو مهمي پیښي

sana_city_the_oldest_one

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۹) له شپاړسمي میلادي پیړي څخه راپدي خوا  بیا تراوسه پوري  دیمن په تاریخ کي څو مهمي پیښي په لاندي ډول دي.
شپارسمه پیړي:  عثمانیان دیمن یو څه برخه په خپله ولکه کي راولي لیکن په اولسمه پیړي کي یی بیرته له لاسه ورکوي.
۱۸۳۹میلادي کال: عدن دبرطانویانو په ولکه کي راځي اوپه کال ۱۸۶۹ کی د سویس د کانال له خلاصیدو څخه وروسته دتیلو دنقلولو لپاره دبیړیو په یوه لویه بندرګاه بدلیږي.
۱۸۴۹میلادي کال: عثمانیان دیمن شمالي سیمه بیرته په ولکه کي اخلي.


۱۹۱۸میلادي کال: دعثمانیانو په خلاف ولسي بغاوت راپورته کیږي او  شمالي یمن دامام یحیی ترمشري لاندي داستقلال اعلان کوي.
۱۹۴۸میلادي کال: امام یحیی وژل کیږي لیکن دنوموړي زوي احمد دمخالفینو په ځپلو کي بریالی کیږي اودقدرت واکي په لاس کي اخلي.
۱۹۶۲میلادي کال: امام احمد وفاتیږي، پرځاي یی زوي پاته کیږي، لیکن فوځ دحکومت په چاور کي مداخله کوي او دهیواد چاري په لاس کي اخلي، دیمن دعربی جمهوریت (شمالي یمن ) په نامه سره نوي دولت اعلانوي، پدی وخت کي دجنوبي اوشمالي یمن ترمنځ کورنی جنګ پیلیږي، دیوي خوا ترشا مصر اودبلي ترشا سعودي عرب دریږي.
‍۱۹۶۷میلادي کال: دسعودي عرب په مرسته دعدن په شمول دجنوبي یمن په نامه سره نوي دولت جوړیږي، چي وروسته رسما دیمن دخلګو دجمهوریت په نامه سره نومول کیږي، په عیني حال کي دیو متحد یمن دجوړولو هڅي هم شروع کیږي.
۱۹۷۱میلادي کال: په زرهاوو یمنیان دهیواد شمال ته تیښتي او دحکومت دراپرزولو لپاره دمسلح ډلو په جوړولو لاس پوري کوي.
۱۹۷۲میلادي کال: دشمالي او جنوبي یمن ترمنځ دپولو پر سر مسلح شخړي رامنځ ته کیږي، وروسته دعربي ټولني دهڅو په نتیجه کي یوي پریکړي ته رسیږي اوجنګ بندیږي.
۱۹۷۸میلادي کال: علي عبدالله صالح دیمن دجمهوري دولت رئیس ټاکل کیږي.
۱۹۷۹میلادي کال: دشمالي اوجنوبي یمن ترمنځ یو وار بیا مسلح شخړه راپورته کیږي، او لدي سره جوخت ددواړو هیوادونو دیووالي هڅي پیلیږي.
۱۹۸۲میلادي کال: یمن یوه زوروره زلزله لړزوي او څه دپاسه دري زره کسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
۱۹۸۶میلادي کال: په جنوبی یمن کي ددولت دواک پرسر په زرګونو یمنیان وژل کیږي دجنوبي یمن ټولواک علي ناصر محمد له سیمي څخه تيښتي په جنوب کي نوي دولت اعلانوي.
۱۹۹۰میلادي کال: دعلي عبدالله صالح ترمشري لاندي جنوبي اوشمالي یمن دجمهوري یمن په نامه سره یو هیواد اعلانیږي.
۱۹۹۱میلادي کال: یمن پرعراق باندي دامریکایانو دیرغل مخالفت کوي.
۱۹۹۲میلادي کال: دخورکي موادو دبیو دلوړیدو له وجي په هیواد کي مظاهري اولاریونو کیږی، او په کال ۱۹۹۳ داپریل په میاشت کی دهیواد په شمال اوجنوب کي ګوندونه دیو اتلافي حکومت دجوړیدو پر سرپریکړي ته رسیږي، د همدغه کال  داګست په میاشت کي مرستیال ولسمشر علي سالم البیض دصنعا څخه دعدن ښارته ځي او وايی چي جنوب ته دبیګانه ګانو په سترګه کتل کیږي او دشمالیانو له لوري تربریدونو لاندي راځي.
۱۹۹۴میلادي کال: دشمال اوجنوب پخواني ځواکونه چي له وړاندی لا په یو والي نه وه بریالي شوي دجنوب اوشمال دمشرانو دمخالفت په صورت کي یو ځل بیا سره مخامخ کیږي.
۱۹۹۴میلادي کال: دمي په میاشت علي عبدالله صالح بیړني حالات اعلانوي اومرستیال ولسمشر علي سالم البیض په جنوب کي له نورو لوړرتبه چارواکو سره یوځاي له دندو څخه ګوښه کوي، چي لدي سره جوخت ددواړو خواوو ترمنځ یو وار بیا نښتي پیلیږي.
۱۹۹۴میلادي کال: دمي دمیاشتي پر ۲۱ باندي بیض داستقلال اعلان کوي، خو علي عبد الله صالح دنوموړي اعلان غیر قانوني بولي.
۱۹۹۴میلادی کال: دجولاي په میاشت کي دشمالي یمن ځواکونه دعدن ښار ترخپلي ولکي لاندي راولي دجدایی غوښتونکو مشر تیښتي او ددولت لخوا ورته دده په غیاب داعدام حکم اورول کیږي.
۱۹۹۵میلادي کال: دیمن او ارتریا ترمنځ په بحرالاحمر کي دځینو جزیرو په سر شخړه رامنځ ته کیږي.
۲۰۰۰میلادي کال: داکتوبر په میاشت کي دعدن ښارته څیرمه دامریکایانو پریوه بیړي باندي دالقاعدي له لوري فدایی برید ترسره کیږي، چي نتیجه کي یی بیړي له منځه ځي او ۱۷امریکایان وژل کیږي .
۲۰۰۰میلادي کال: داکتوبر په میاشت کی دبرطانیی په سفارت کي چاودنه کیږي، څلور نفره یمنیان دپیښي پړه په غاړه اخلي او وايی چي مونږ غوښتو چي دفلسطیني ولس بدله واخلو.
۲۰۰۱میلادي کال: علي عبدالله صالح امریکي ته سفر کو ي، دترهګري په خلاف دبوش داعلان شوي جنګ ملاتړکوي.
۲۰۰۲میلادي کال: دفروري په میاشت کي دبرطانوي اوفرانسوي علماؤ په شمو ل ۱۰۰ کسه دیني عالمان لدي کبله له هیواده څخه شړل کیږي چي له القاعدي سره یی څه ناڅه اړیکي درلودي.
۲۰۰۴میلادی کال: داګست په میاشت کي حکومت دحوثیانو ددیني مشر حسین الحوثي له پلویانو سره جنګ کوي، دحسین پلویانو ته مرګ ژوبله اوړي، چي حکومت د۸۰ کسانو دژولو پخلی کوي خو حوثیان وایی چي له ۶۰۰ څخه زیات حوثیان دحکومت له لوري څخه وژل شویدي.
۲۰۰۴میلادي کال: حکومت وایی دهیواد په شمال کي یی دحوثیانو مشر حسین الحوثي وژلیدي.
۲۰۰۵میلادي کال: دمارچ او اپریل په میاشت ددولت اوحوثیانو ترمنځ په نښتو کي څه دپاسه ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
۲۰۰۵میلادی کال: دمی په میاشت کي دیمن ولسمشر اعلان وکړ چی دعامي بخښني په مقابل کي دحوثیانو مشر له بغاوب څخه لاس اخیستي، خو لدي سره سره بیاهم کله کله دنښتو خبرونه ورکیدل.
۲۰۰۶میلادي کال: دمارچ  په میاشت کي دحکومت له لوري ۶۰۰ هغه حوثي بندیان چي په کال ۲۰۰۴ کي نیول شوی ول دعامه بخښني له مخي ازادیږي.
۲۰۰۶میلادي کال: علي عبدالله صالح ددوهم ځل لپاره دهیواد ولسمشر ټاکل کیږي.
۲۰۰۷میلادي کال: دجنوري په میاشت دهیواد په شمال کي دحوثیانو او دولت ترمنځ په نښتوکي په لسګونه خلګ وژل کیږي.
۲۰۰۷میلادي کال:  دجون په میاشت کي دحوثیانو مشر عبد الملک حوثي له دولت سره اوربند په اړوند موافقي ته رسیږي.
۲۰۰۷میلادي کال: دجولاي په میاشت کي یوفدایی برید کونکي دبهرني سیلانیانو یوه قافله په نښه کوي چي نتیجه کي یی اسپانوي سیلانیانو اویمنیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
۲۰۰۷میلادي کال: په صنعا کي دوسلو پرګرځولو بندیز لګیږي او دولت پریکړه کوي چي دحکومت له موافقي څخه بغیر هیڅوک ټولنه اوجلسه نشي ترتیبولای.
۲۰۰۷میلادي کال: دنومبر په میاشت کی دهیواد جنوب ختیځه سیمه کي دوسلوالو قبايلو او هغو فوځي ځواکونو ترمنځ چي داوکراین دتیلو دیوه شخصي شرکت ساتنه یی کوله په نښتو کي ۱۶ کسه وژل کیږي.
۲۰۰۸میلادي کال: ددولت دځواکونو اوحوثیانو ترمنځ یو وار بیا نښتي رامنځ ته کیږي
۲۰۰۸میلادي کال: داپریل په میاشت کي دجنوبي یمن خلګ یو وار بیا په لاریونونو او مظاهرو لاس پوري کوي، لاریون کونکي وایی چي دولت دجنوب وخلګو ته دبیګانه په سترګه ګوري، او پرټولو مهمو دندو باندي دشمال خلګ ګماري، چي دمظاهرو په ترڅ کي یو شخص وژل کیږي.
۲۰۰۸ میلادي کال: یو ځل بیا په هیواد کي دنامالو وسلوالو له لوري څخه ځیني مهم ځایونه، لکه دامنیتي چارواکو دفترونه، دبهرني پانګه اچونګو مرکزونه، دسیلانیانو دسیل ځایونه اوهمدارنګه دبهرني ډیپلوماتانو استوګن ځایونه په نښه کیږي.
په همدغه کال کي په صنعا کي دنامالومو وسلوالو له لوري دامریکي سفارت په نښه کیږي، او ۱۸ کسانوته یی مرګ ژوبله اوړي، په روان کال کي یوه بله دپام وړ پیښه هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چي دمخالفو ګوندو له لوري په صنعا کي لویه مظاهره کیږي، مظاهره چیان له سره دټاکنو غوښتنه او د ټاکنو په سیسټم کي داصلاحاتو غوښتنه کوي، چي وروسته د حکومت له لوري ورباندی ډزي کیږي چي نتیجه کي یی پنځه لاریون کونکي او دوه کسه پولیس ژوبل کیږي.
۲۰۰۹میلادي کال: ددولت له لوري ۱۷۶ هغه کسان چي له القاعدي سره داړیکو په تور نیول شوي ول، دښه نیت له مخي خوشي کیږي.
۲۰۰۹میلادي کال: دصعده په سیمه کي ۹ کسه بهرنیان دنامالومو وسلوالو له لوري تښتول کیږي، چي وروسته د درو نفرو مړي موندل کیږي، اوپاتي شپږ کسه لاتراوسه پوري لادرکه دي.
۲۰۰۹میلادي کال: دولت یو وار بیا دهیواد په شمال کي دصعده په سیمه کي دشیعه حوثیانو په خلاف جنګ شروع کوي، چي نتیجه کي یی په لسګونو زره خلګ سیمه پریښیدو ته اړکیږي.
۲۰۰۹میلادي کال: داکتوبر په میاشت کي دهیواد په شمال کي له سعودي سره پرپوله باندي دشیعه حوثیانو اودسعودي هیواد ترمنځ نښتي رامنځ ته کیږي.
۲۰۰۹ میلادي کل: دنومبر په میاشت کي دسعودي حکومت اعلان کوي، چي هغه سیمي یی بیرته دځواکونو په ولکه کي راغلیدي، کومي چي څو ورځی مخکي یمني حوثیانونیولي وي.
۲۰۰۹میلادي کال: په یمن کي دالقاعده څانګي پریوه امریکایی الوتکه باندي دناکامه برید پړه په غاړه اخلي، اویمني چارواکو له امریکایانو څخه دالقاعدي دځپلو لپاره دنوري مرستي غوښتنه کوي
۲۰۱۰میلادي کال: دیمن حکومت اعلان کوي،چي له القاعدي سره دخبرو لپاره زمونږ دروازي خلاصي دي.
۲۰۱۰میلادي کال: حکومت له حوثیانو سره دجنګ بندي په اړوند وپریکړي ته درسیدلو امید ظاهره وي.
۲۰۱۰میلادي کال: دمارچ په میاشت کي شیعه حوثیان هغه وخت ۱۷۸دولتي بندیان خوشي کوي، کله چي ددولت لخوا ورباندي تور لګول کیږي، چي تاسو دپریکړي شرطونه په پوره ډول ندي منلي.
۲۰۱۰میلادي کال: دیمن دولت یو وار بیا په جنوب کي د شبوه په ولایت کي دجدا غوښتونکو پرمرکزونو بریدونه کوي.
۲۰۱۰میلادي کال: په یوه باروړونکي الوتکه کي چي دامریکي په لور دپرواز په حالت کي وه په پاکټونو کي چاودیدونکي مواد موندل کیږي.
۲۰۱۰میلادی کال: دامریکی دبهرنیو چارو وزیره یمن ته ناڅابه سفر کوي، ترڅو دهغو چاودیدونکو موادو په اړه چي په باروړونکي الوتکه کي امریکي ته استول کیدل  دیمن دولت ته خپله اندیښته څرګنده کړي.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x