
د امريکايي حکومت د لسګونو ادارو چارې ځنډول شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او کانګريس غړو ترمنځ د تړونونو د ناکامۍ له امله روان کال کې دا د رېيم ځل دی، چې د ټرمپ حکومت يو شمېر څانګو فعاليتونه ځنډول شوي دي.
د فرانسې اې ايف پي خبري اژانس ليکلي، د مکسيکو سرحد سره د اوږده ديوال جوړولو د لګښتونو په اړه کانګريس د ټرمپ غوښتنه رد کړې، چې له امله يې د ټرمپ ادارې د ټول حکومت د لسګونو څانګو فعاليتونو ځنډولو اعلان کړی دی.
د سپينې ماڼۍ او کانګريس غړو ترمنځ د سرحدي ديوال جوړولو د لګښتونو په اړه مذاکرات د تېرې شپې تر دولسو بجو روان وو، چې د دغو مذاکراتو د ناکامۍ له امله د ټرمپ حکومت ډېری اهمو ادارو کارونه ځنډول شوي دي.
ولسمشر ټرمپ د حکومتي ادارو د ځنډولو پړه پر ډيموکراټانو اچولې ده.
د يادونې وړ ده، چې ټرمپ د مکسيکو پر سرحد د اوږده ديوال لپاره د پنځو ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د ډيموکراټانو له لوري يې ټينګ مخالفت شوی و، د سپينې ماڼۍ او کانګريس ترمنځ د تړون نه کېدو له امله د ټرمپ ادارې لسګونو فدارلي ادارو ته د بودجې ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د دغو ادارو د کار ځنډولو له امله به شاوخوا اته لکه مامورين د کرسمس رخصتيو پورې له تنخوا پرته کار کوي او يا به هم رخصتي کوي.
د روان ۲۰۱۸ کال له پيله درې ځله د ټرمپ حکومت لسګونه ادارې فلج شوي دي.
د ټرمپ ادارې لسګونه ادارې د روان کال جنورۍ کې هغه مهال د لنډې مودې لپاره فلج شوې، چې د سپينې ماڼۍ او کانګريس ترمنځ د حکومتي لګښتونو په اړه هوکړه ونه شوه، چې په پایله کې يې د سپينې ماڼۍ د چارو ادارې او د پوځ يو شمېر څانګې فلج شوې وې.
ورپسې د فبرورۍ په نهمه هم د حکومت ګڼې ادارې فلج شوې، خو ولسمشر ټرمپ د کانګريس خبره ومنله او د حکومت چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې.