نړۍ

له امریکا وروسته ترکيې سوريه کې د داعش خلاف جګړې اعلان کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): له سوريې څخه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردګان اعلان کړی، چې د امريکا په تګلارې کې له بدلون وروسته به ترکي پوځيان په سوريه کې د داعش خلاف جګړه پر مخ بيايي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ، چې په سوريه کې د دوی دوه زره پوځيان به بېرته خپل هېواد ته ستنيږي، خو د ټرمپ مخالف چارواکي او د کانګريس غړي پر هغه نيوکه کوي، چې د پوځيانو ويستل د امريکا په زيان دي.

ترکيې د امریکا له دغې پرېکړې وروسته اعلان کړی، چې سوريه کې به د داعش خلاف جګړه نور د دوی پوځیان پر مخ بيايي.

د سوريې په اړه د امریکا او ترکيې  ترمنځ يوه مهمه شخړه دا وه، چې ترکيې پر امريکا د سوريايي کردانو د ملاتړ تورونه لګول، چې د امريکايي پوځيانو له وتلو سره په دغو تورنو او کړکېچ کې کمښت راتلی شي.

د يادونې وړ ده، چې ترکيه د سوريې کردان ترهګر بولي او د دغو کردانو يوه ډله د ترکيې او سوريې پولې ته څېرمه د ترکې پر ضد په جګړه بوخته ده او له ترکيې د جدايي لپاره وسله وال فعاليتونه کوي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، چې  د لنډې مودې لپاره به شمال ختيځه سیمه کې د کردي ياغيانو پر ضد جګړه ودروي او خپله ټوله توجه به سوريه کې د داعش خلاف جګړې ته واړوي.

ولسمشر اردوګان ټينګار کړی، چې  د داعش تر نابودي به په سوريه کې د دغې ډلې پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي او زياته کړې يې ده، چې په دې اړه يې له ولسمشر ټرمپ سره همغږي کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا متحدينو هېوادونو د ټرمپ له دې اعلان سره مخالفت ښودلی دی.

فرانسې او المان اندېښنه ښکاره کړې، چې په پاليسي کې د نرمي له امله داعش يو ځل بيا راپورته کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x