افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د ولسي جرګې انديښنه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امريکايي عسکرو د احتمالي وتلو په اړه انديښنه وښوده او ويې ویل چې امريکا بايد د سولې په اړه د يو قوي ضمانت له ورکولو مخکې خپل عسکر له افغانستان څخه ونه باسي.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وويل چې له امريکايانو څخه په واضح ډول غواړو چې امنيتي ځواکونه تجهيز کړی او د سولې په برخه کې افغان ولس ته قوي ضمانت ورکړي، ترڅو په راتلونکې کې افغانستان له نورو ستونزو سره لاس او ګريوان نه شي.

د حي ګل سلیمانخيل په نامه د ولسي جرګې يو غړي بيا د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه ويلي دي چې دا د افغانانو په حق کې ظلم دی او زياته کړې يې ده چې ترڅو افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه د امريکايانو له لوري تجهيز شوي نه وي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتل د افغانانو په حق کې ظلم دی.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د ارګ وياند هارون چخانسوري په خپل ټويټر پاڼه ليکلي وو چې له افغانستان څخه به د امريکايي عسکرو احتمالي وتل په افغان امنيتي ځواکونو هيڅ منفي اغيز ونه کړي.

چخانسوري ويلي وو چې افغان امنيتي ځواکونه دا وړتيا لري چې له افغانستان څخه دفاع وکړي او د امريکايي عسکرو احتمالي وتل به په هغوی هيڅ اغيز ونه کړي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ يو شمير امريکايي رسنيو د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د امريکا دفاع وزارت په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکې کې له افغانستان څخه ۷۰۰۰ امريکايي عسکر وباسي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دا اندېښنې بې ځايه دي، پرېږدئ چي امريکا خپل پوځيان وباسي. موږ به که خدای کول سره جوړ سو. وايي: دوه به سره جوړ سي، د درېيم دي مخ تور سي.
پخوا هم عامو افغانانو په خپلو منځو کي جنګ نه کاوه، بلکي، ځينو د پردو ايجنټانو د هغو په کومکونو او وسلو جنګ کاوه ، دا ځل عام افغانان پوه سوي دي او طالبان هم ورادګښته ښه پوه او چمتو دي، دغسي کسان که دا مازي ځان وښوروي ولس او د ولس اتل استازي طالبان به يې هر عمل په نطفه کي ورخنثی کړي.