افغانستان

نورستان کې ترافيکي پيښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

دا پيښه تيره ورځ ناوخته د نورستان په لويديځ نورګرام ولسوالۍ په تيسين سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي چې پيښه د موټر چلونکي د بې احتياطۍ او تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

ټپيان له پيښې وروسته د درملنې له پاره د لغمان ولايتي روغتون ته ولېږدول شول خو د لغمان روغتيايي مسؤلين وايي چې د پنځو تنه روغتیايي وضعيت د انديښنې وړ و چې هغه يې د جلال اباد حوزوي روغتونه ته لېږلي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په ترافيکي پيښو کې ډيری خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي چې ډير ځله يې لامل له ترافیکي اصولو څخه سرغړاوی او د موټرچلونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x