ننګرهار: شپږ امنيتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ننګرهار ولايت په خوږياڼو او غني خېلو ولسواليو کې شپږ تنه دولتي عسکر له دوی سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په ليږلې خبر پاڼه کې راغلي چې دا شپږ تنه سرتيري د جلب او جذب کمیسيون په هڅو له طالبانو سره يو ځای شول.

مجاهد زياتوي چې دې عسکرو ورسره ژمنه کړې ده چې بيا به د حکومت ليکو ته نه ځي او د نورو افغانانو په شان به خپل ژوند تيروي.

په خبر پاڼه کې ياد عسکر د حجت امين ولد محمد ايوب، دولت خان ولد محمد رحيم، اشنا ګل ولد عقل جان، علي رحمان ولد عزيز الرحمن، رحمان الله ولد عبدالله، کامران ولد نور عالم په نومونو ښودل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم په بدخشان ولایت کې ۹ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د