ننګرهار: طالبانو د زده کوونکو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي ترسره کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ننګرهار په لعلپورې او مومندرې ولسوالۍ کې د ديني مدرسو د دريمې درجې د زده کوونکو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي ترسره کړه.

د طالبانو د تعليم او تربيې د کميسيون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ټول هيواد کې يې د ديني زده کړو د زده کوونکو له پاره د ويناوالۍ سيالۍ په لار اچولي دي چې په کې (په اسلام کې د ښځو حقوق) په نامه موضوع ټاکل شوې ده چې زده کوونکي به پرې ويناوې کوي او ښه وينا والو زده کوونکو ته به ډالۍ ورکول کيږي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا لړۍ په ټول هيواد کې په لار اچول شوې ده او په نورو ولایتونو کې هم ورته سيالۍ ترسره کیږي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې سياليو کې لومړيو دریو برياليو زده کوونکو ته د نغدي جايزو ترڅنګ نورې ډالۍ هم ورکړل شوي دي او همدا راز په دې سيالۍ کې برخه اخيستونکو ټولو زده کوونکو باندې بيلابيلې ډالې ويشل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې طالبان په خپلو تشکيلاتو کې د بيلابيلو چارو له پاره خپل کميسيونونه او پرسونل لري چې په افغانستان کې د هغوی د واک لاندې ساحو کې په بيلابيلو برخو کې فعاليتونه ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د