دیني، سیرت او تاریخ

آیا ټول ساینسي علوم له قران څخه اخیستل شوي دي؟

لیکنه: اسد زمان
ژباړه: کامران ملک، د پوهنتون استاد

الله جل جلاله فرمایي: نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو.

ددې آیت معیاري ترجمه دا ده چې قران کریم موږ ته سمه او بشپړه لارښونه کوي او داسې لارښونه چې د هر وخت لپاره مناسبه ده. مګر هغه سترګې چې صحیح لیدلای نشي او دغربي زده کړو نه متاثره وي هغوی به سمدستي پدې آیت باندې داسې نقد کوي: قران خو موږ ته ریاضي، هندسه، کیمیا، فزیک او نور هغه علوم چې موږ یې په پوهنتونو کې زده کوو نه راښایي، نو څرنګه قران موږ ته یو بشپړ لارښود کیدای شي؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره د لارښوونې او رهنمایي په معنی باید ځان پوه کړو، لارښود یعني د اهدافو علم درلودل چې چرته باید موږ لاړ شو. پدې تعریف کې د اهدافو تر لاسه کولو لپاره چې کومې هلې ځلې یا مبارزه کوي یا تکلیفونه ګالي نه شاملیږي ځکه دا کار خپله انسانانو ته پریښودل شوی.

د مثال په توګه که زه د یو چا څخه وپوښتم چې زه چرته لاړ شم، هغه راته کیدای شي مختلفې لارې راوښایي او زه کیداي شي پوه نشم چې کومه یوه یې غوره کړم، که هغه ماته ووایي چې مناسب ځای ایټالیا دی او راته ووایي چې ایټالیا تقریبا شمال لوري ته ده.

نو دا اوس د هدف لپاره بشپړه لارښونه ده، زه د زیاتو کوششونو او هلو ځلو څخه وژغورل شوم، ددی اړتیا نشته چې زه شانګهای، بګوټا یا نیویارک ته لاړ شم تر څو مختلف ځایونه او د هغوی ارزښتونه تجزیه کړم نو دا ماته لارښونه شوه. اوس هغه مشخص معلومات چې څرنګه به ایټالیا ته ورسیږم ما پورې ارتباط لري، که چرته په لاره کې سمندر وي نو زه باید ددې لاره پخپله پیدا کړم چې څرنګه له سمندر نه تیرشم.

د همدې نقطې د پوهیدو لپاره هغه مشخص تفصیلات دي چې وخت او ځای سره تغیر کوي کوم چې موږ ته پریښودل شوي خو په عمومي شکل د لارښوونې هغه اصول چې نه بدلیدونکې یا ثابته بڼه لري موږ ته راښودل شوي. د مثال په توګه موږ باید د مسلمانانو دفاع د نورو په مقابل کې وکړو، یو وخت و چې دا کار د تیر او غشي له لاری کیده بلکه داسی وخت راغلی چې د ټوپک او ټانک له لارې دفاع کیده خو نور کیدای شي د کلا او یا بیز له لارې دفاع وکړي. دغه جزئیات په قران کې نشته ځکه چې دا زموږ لپاره ددنیا له امتحاناتو یو مهم امتحان ګڼل کیږي موږلدې ډول چلینجونو سره پخپله مبارزه وکړو. غریب د خواړو ورکول چې په قران کریم راغلي ددې بل منطقي مثال کیدلای شي.

دا موږ ته دا وایي چې موږ باید څه وکړو خو دا نه وایي چې څرنګه یې وکړو. د محصولاتو جینتیک انجینرۍ ته کیداۍ شي ضرورت وي ترڅو دا کار پرې وشي، پدغه حالت کې دا کاملا معقوله ده چې موږ دغه تخنیکونه د غربي تعلیمي اداراتو څخه زده کړو او پدې وخت کې موږ دا کار حتی یو اسلامي ضرورت ګڼو ترڅو ترسره شي او د قران هدایت او لارښونه عملي شي.

کله چې موږ یو ځل پدې پوه شو بیا د قران کریم د پیغام ارزښت موږ ته روښانه او اسانه کیږي، د اولې پوښتنې چې د ژوند معنی څه ده؟ معلومولو لپاره باید موږ کوشش وکړو. دا څو لحظې وخت چې موږ پدې نړۍ کې تیرو ډیر قیمتي دی، څرنګه باید موږ دغه وخت تیرکړو ترڅو لدې وخت نه درسته استفاده وکړو؟ ددې پوښتنې د ځواب پرته ددې چانس ډير زیات دی چې موږ به د خپل ژوند او وخت نه درسته استفاده نه وي کړي پرته لدې چې پدې پوه شو چې څرنګه مو له وخته استفاده وکړو.

که چرته برعکس اوس د غربي تعلیم په هکله زده کړو ته فکر وکړو نو پکښې به دداسې کوم هدف په هکله هیڅ شی په سترګو ونه وینو. پرته لدې چې څومره کیمیا، بیولوژی، فزیک او یا ریاضي ته زده کړې خو دا به تاته دا ونه ښایي چې څرنګه باید ژوندی وکړی.

لدې امله اسلامي علم او زده کړه ۱۴۰۰ کاله پس هم انقلابي بلل کیږی- دا زده کړې موږ ته د ژوند او د مرګ ارزښت ښایی- چرته چې غربي تعلیم کې ددې پوښتنو هیڅ څرک هم نه په سترګو کیږي کوم چې زموږ په ژوندانه کې کلیدي اهمیت درلودنکي دي.

په مختصره توګه، اسلام موږ ته دا راښایي چې ټول انسانان د نامحدوده وړتیاو او استعدادونو درلودنکي دي چې
کولای شي ډیر لوړ شیان او اهداف ترلاسه کړي نو ځکه قران کریم موږ ته وایي چې انسانان په بهترین شکل او بڼه پیدا شوي او د یو چا ژوند ژغورل داسې دي لکه ټول انسانیت چې وژغورې.

ددی معنی دا ده چې موږ ټول د تاریخونو د بدلون لپاره د خاصو وړتیاو سره جوړ شوي یو او کولای شو چې د ملیاردونو خلکو ژوند باندې تاثیر ولرو. نو د ژوند هدف دا دی چې دغه استعدادونه یا قابلیتونه ترلاسه کړو او زموږ ټولې قربانیانې او هڅې باید ددې لپاره وي چې دغه قابلیتونه په موږ کې وده وکړي.

له بده مرغه، غربي تعلیمی سیستم موږ ته ددې شیانو په هکله حتی یوه اشاره هم نکوي خو پر ځای یې موږ ته زیان رسوونکي او زهرجن درس راکوي چې د ژوند هدف یوازې او یوازې د پیسو ګټل دي.

په تېره بیا اقتصاد ټول بیا د شتمنیو راټولول د ژوند هدف ګڼي، دا زموږ ژوند خورا ارزانه پلوري او دا بیا د یوې موخې په توګه ډیر زیانمن تمامیږي.

یواځې د همدغه فهم په رڼا کې موږ اسلامي اقتصاد پیژندلای شو. مخکې موږ اقتصاد تر بحث لاندې نیولای و، موږ باید په پام کې ونیسو چې د یو اقتصادي سیستم هدف څه دی. په مشخصه توګه موږ باید د هغه مادي شتمنیو څخه چې موږ ته راکړل شوي له لارې لمړی په خپل ځان او بیا په نورو کې بدلون راوړو.

د روحاني پرمختګ لپاره موږ باید هغه څه چې ډیره ورسره مینه لرو له لاسه ورکړو، دودیز لویدیځ اقتصاد د قران آساسي لارښونو سره په ټکر کې دی. قران موږ ته راښایي چې د خپلو خواهشاتو پیروي مه کوئ او خپلو خواهشاتو نه خدای مه جوړوئ. که څه هم اقتصاد موږ ته ددې برخلاف زده کړې راښایي، د مصروفوونکي حاکمیت مفهوم وایي چې موږ ته اجازه نه ورکول کیږي چې د غوښتنو سرچینې تر سوال لاندی راولو، په حقیقت کې اقتصاد د خواهشاتو، غوښتنو او اړتیاو ترمنځ توپیر نکوي.

په ورته حالت کې، قران پدې ډیر تاکید کوي چې هیڅوک باید وږی پاتې نشي او غریبانو ته خواړه ورکړل شي اما روانی اقتصاد بیا د فقر، بی عدالتۍ او بې انصافۍ په اړوند څه نلري برخلاف کوم درس چې دا ډول اقتصاد موږ ته راکوي د غریب لپاره خورا خطرناک دی.

اقتصاد موږ ته وایي چې د سرمایه دارانو شتمنۍ غریبانو ته مه ورکوئ چې دا کار به د شتمنو ګټه کمه او د غریبو ګټه زیاته کړي. دا کار به د پیریټو Pareto پرمختګ نه وي کوم چې د اقتصاد اساساتو په اساس د مالدارو لپاره یواځې مناسب دی.

که چرته موږ په اقتصاد کې قراني لارښوونې عملي کړو نو زموږ توجه به د زیاتو شتمنیو غونډولو پرځای غریبانو ته خواړه ورکولو لوري ته واوړي، د اجناسو د کمښت پرځای به موږ د فقر او غریبۍ ختمولو په هکله توجه وکړو، لمړنی اقتصادي مشکل د وږو (غریبو) خلکو مړول دي. که چرته موږ قران کریم د اقتصادي لارښوونې په توګه وکارو نو موږ به وتوانیږو د لویدیځوال اقتصادي سیستم سره په تفاوت یو بل اقتصادي سیستم سره مخ شو. نو ځکه زه وایم چې دغه ټول فریم ورک (چوکاټ) باید موږ رد کړو او له سره بیا یوه کتنه وکړو چې داسې یو بشپړ او کامل چوکاټ جوړ کړو کوم چې قران موږ ته رامخته کړی.

زما د یو لیکچر لنډیز چې پدې موضوع مې ورکړی چې څرنګه قران ځینې ناپوه او وروسته پاتي خلک د نړۍ رهبریت ته معرفي کړل، او څرنګه هغه پیغام اوس هم هماغومره قوت لري متاسفانه مسلمانان اوس پدې قوت باور نلري ددې پرځای مسلمانان پدې عقیده دي چې زموږ د وروسته پاتي والي او جهالت د خلاصون لارې یوازې په غربي تعلیم او کتابونو کې پراته دي.

که حقیقت ووایم ما خپله هم لمړی په همدې خبرې عقیده درلوده او د غرب د قوت، جلال او د مغلق علمي سیستمونو نه متاثره وم کوم چې دوی ته د نړۍ رهبري په لاس ورکړې. دغه لیکنې په مختصره توګه زما فکري سفر شرحه کوي چې په تدریجي توګه ددې باعث شو چې زه دې نقطې ته متوجه شم چې هغه تحفه چې موږ ته د قران له لارې راکړل شوې د هغه شیانو څخه چې دوی یې جمع کوي.

دغه پوسټ یو له هغو نقطو څخه چې پدې مقاله کې د اسلام په هکله شوی پراخه او روښانه کوي د کوم په هکله به چې بحث دوام لري.

1. د اسلام بیا زده کول (پيژندل):

اسلام څرنګه په نړۍ کې یو انقلاب قایم کړ او څرنګه دغه ظرفیت اوس هم لري خو اسلام اوس حتی خپله مسلمانانو ته یو بیګانه دین دی. مسلمانان اوسمهال پدې خاص عقیده نلري چې اسلام اوس هم همغه قوت لري چې اسلامي امت بیرته احیا او ‍خپل پخوانی حالت ته بیا وګرزوي.

2. عصري یا مدرن معتزله:

د مسلمانانو د اوسنۍ ناکامۍ ستر دلیل دا دی چې مسلمانان پدې عقیده شوي چې غربي نظام تعلیم زموږ د دیني تعلیم نه غوره دی. په پایله کې موږ د لویدیځ په بنسټیزو غلطیانو باندې باور پیدا کړی کوم چې د لویدیځ د تعلیم او پوهې بنسټ جوړوي.

3. د سپین سړي د بار په ځان اخستلو افسانه The Myth of the White Man’s Burden:

د نورو زیاتو افسانو ترڅنګ چې لویدیځ تعلیم یې موږ ته راښایي، ترټولو بنسټیز یې دغه د سپین سړي د بار اخستلو افسانه ده. ددی افسانې پیژندل او ولې دا افسانه غلطه ده زموږ لپاره د استعماري تجربی څخه د ازادۍ کلید وي چې لاتراوسه یې هم زموږ ذهنونه او فکرونه غلاکړي.

4. ستر تقسیم: زړه او سر:

دا د اسلام د بیا پیژندلو بحث تمدیدوي چې د لویدیځوال تعلیم کوم چې سوچه د ذهن او فکر سره تړاو لري او د زړه سره تړاو نلري او برخلاف اسلامي تعلیم چې مرکزي بحث یې زړه دی او د ذهن او عقل مخالف هم ندی تربحث لاندې نیسي.
———————————————————————————————————–
سرچینې:
https://azprojects.wordpress.com/2018/10/17/quran-complete-and-perfect-guidance/amp/
Kipling, the ‘White Man’s Burden,’ and U.S. Imperialism
https://en.wikipedia.org/wiki/The_White_Man%27s_Burden
https://allafrica.com/stories/201109090173.html
https://study.com/academy/lesson/the-white-mans-burden-meaning-analysis.html

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له لیکونکی ( زمان ) اوژباړونکی ( ملک ) صاحبانو مننه کوو ، ډیری ښکلی موضع یی ښه روښانه کړی او دعه توپیر چه د اسلام او نورو دنیاوی علومو د فطرت توپیر یی په ډاګه کړی ، مونږ یی د ټولو څرګندونو سره توافق نظر لرو، خو تر دی هم زیات معلومات یی په اړه شته چه کتابونه پری لیکل شوی او کتابخانی پری ډکی دی چه د قران او نورو دنیاوی کتابو تر منځ څه توپیر شتون لری زه به هم څه ورسره زیات کړم: انسانان د نورو حیواناتو به شان یو حیوان مګر د متفکرو مغزو او… نور لوستل »

لونګ

ماشاالله.الحمد الله چی داسی عالمان هم لرو. زه خو هر وخت داسی مفتییانو سره مخا مخ شوی یم چی زړه یی راته له اسلامه تور کړی دی. اسلام یی تاسی یو ببو معرفی کړی چی باید ورڅخه تیښته وشی. هماغه د پل الصلوت وعظ چی مولوی صیب یو وخت بیان کړ. هغه وویل چی پل الصوات هغمره نری دی، تاسی تیره او تیز دی، داسی دی او داسی دی… بالاخره یو مقتدی ورته غړ کړ چی: مولوی صیب خلاصه داسی ووایه چی د تیردو هیڅ امکان نشته. نوره کامیابی او سر لوړی مو د الله نه درته غواړم. والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x