نړۍ

اسلام اباد کې ۷۵ سلنه ښځينه زده کوونکې په نشو روږدې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار اپريدي وايي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې ۷۵ سلنه ښځينه زده کوونکې او ۵۵ سلنه نارينه زده کوونکي په نشو روږدي دي.

د کورنيو چار وزير ويلي، چې په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکو سوداګري او په نشو د روږدو زده کوونکو په اړه د يوې څېړنيزې ادارې مشر  دهته دا معلومات ورکړي دي.

خو د پاکستان مخدره موادو ضد ادارې او د اسلام اباد تعليمي ادارې د ښاغلي اپريدي دغه څرګندونې له حقیقته لرې بولي او د هغه نظر منلو څخه انکار کوي.

د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پېښور، بلوچستان، پنجاب او نورو سترو پوهنتونو او ښوونيزو ادارو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی، خو رسمي دولتي ادارې د کورنيو چارو وزير له لوري وړاندې شوې شمېرې له مبالغې ډکې بولي.

د اسلام اباد پولیس وايي، د لومړي وزير عمران خان په لارښوونه يې د نشه يي توکو د سوداګرو پر ضد چټک عمليات پيل کړي او تر اوسه يې يو شمېر هغه سوداګر نيولي، چې ښوونيزو ادارو ته يې ډول ډول نشه يي توکي قاچاق کول.

ځينو پاکستاني چارواکو او د کورنيو چارو پخواني وزير سناتور رحمن ملک د  کورنيو چارو د برحاله وزير له لوري د وړاندې شوو شمېرو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او  په دې اړه  يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

خو د خصوصي ښوونځيو يو شمېر ښځينه زده کوونکو د هويت پټ ساتلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په ښوونيزو ادارو کې په نشو د روږدو کسانو شمېر تر هيښوونکې کچې زيات دی.

يوې زده کوونکې د بي بي سي اردو څانګې  ته ويلي: «زما له نظره د نشه يي توکو کارول دوه سخته او غټه خبره نه ده؛ ځکه چې د اندېښنو لرې کولو لپاره د نشه يي توکو کارول يوازينۍ لاره ده.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که ستاسی په چین کی د چین او د انګریزانو ترمنخ د تاریاکو جنګ په یاد شی چینایی حکومتی مقاماتو جه د کشتیو په عمومی لوی بندرګاه کی یی صسولیت درلود انګریزانو شل زره له نشه توکو ډک بکسونه ( دا چه بکسونه به څومره لوی وو خبر نه یم ) چه چین ته یی قاچاق راوړل ونیول انګریزانو ورسره د رشوت اخستلو هڅی ډیری وکړی ګټه یی ونه کړه هغه چینیز مسولین تر دی رشتونی وو چه هغه انګریزان له پاسه ورباندی رشوت تیر نه کړی او هغه بکسونه تر لاسه نه کړی هغه بکسونه یی په هماغه بحر… نور لوستل »

غمی،پښتین

عمران خانه چرسی کټ می وباسه دلان…..ما له خوب نه راځی بسترمی وباسه چمن ته

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x