افغانستانخبرونه

پاکستان: له افغانستان څخه د امریکايي فوځيانو د ایستلو له پریکړې هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د  بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ټرمپ هغه پریکړه وستایله چې له مخې به یې امریکايي فوځيان له افغانستان څخه وزي.

نوموړي نن ورځ په ملتان کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل «د امریکا دا پریکړه به په افغانستان کې د سولې راتګ ته لاره هواره کړي».

ده زیاته کړه، موږ په افغانستان کې سوله غواړو او هیواد مو تیار دی چې په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته اوږه ورکړي.

یاده دې وي چې تېره ورځ معتبرو ورځپانو خبر ورکړ چې، ټرمپ له سوریې څخه د عسکرو تر را ایستلو وروسته، اوس له افغانستان څخه د نیمايي عسکرو د را ایستلو په پریکړه غور کوي، که چېرې دا پریکړه نهایي شي نو له مخې به یې په افغانستان کې له شته ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونو څخه ۷۰۰۰ افغانستان پرېږدي او پاتې نور ځواکونه به هم د دفاع وزارت د پلان له مخې په څو میاشو کې امریکا ته ستنېږي.

د ټرمپ دغې پریکړې نړیوال غبرګونونه راپارولي، د روسیې او پاکستان په شمول یو شمېر هیوادونه دغه ګام ستایلی او د ټرمپ دغه ستراتېژي یې د یو سوله ئیز افغانستان لپا ره غوره ګام بللی خو؛ د امریکا د کانګریس ځینې غړي دې پریکړې اندېښمن کړي، دوی  په دې اند دي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په ایستلو به افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ډلو په پټنځای بدل شي ددوی له ډلې څخه سناتور لینډ سي ګراهام پرون رسنیو ته په خبرو کې وویل چې «د امریکايي فوځیانو ایستل به افغانستان ویجاړ کړي او د داعش په شمول نورو اسلامي ډلو ته به د فعالیت زمینه برابره کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx